خوست ښار (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۰): د خوست خلک وايي چې د دغه ولایت د کرونا په روغتون کې د اکسېجن او د روغتيايي پرسونل د کمښت له امله ډېری ناروغان د مرګ له خطر سره مخ دي.
هغوی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې څو ورځې وړاندې د شيخ زايد پوهنتون په کادري روغتون کې د اکسېجن د توليد يوه دستګاه هم فعاله شوه، خو د معلوماتو له مخې چې له دوه ورځې فعاليت وروسته يې کومه ستونزه پيدا کړې او دا مهال غير فعاله ده.
د دغو خلکو له ډلې يو هم د باک ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرووف دی چې د کرونا ناروغ لري او له تېرو لسو ورځو راهيسې د کرونا په روغتون کې بستر دی.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، په روغتون کې د اکسېجن د کمښت ستونزه دومره جدي ده چې خپل ناروغ ته يې تېره شپه ناوخته له پکتيا څخه په شخصي لګښت د اکسېجن څو بالونونه يووړل.
دی وايي: “اته ډبې اکسېجن موږ خپل ناروغ ته په شپه او ورځ کې ورکوو. مريض مو ډېر خراب دی، اکسېجن نه پيدا کېږي. د يوې ډبې قيمت درې زره افغانۍ دی، خو لس زره افغانۍ په ضمانت کې ورته ږدو. غوښتنه مو دا ده چې موږ ته بايد اکسېجن ورسوي، دلته زيات مريضان مړه کېږي.”
د صبريو يعقوبيو ولسوالۍ اوسېدونکی بسم الله ارمان يو بل کس دی چې پلار يې د کرونا ناروغي لري او په دغه روغتون کې بستر دی.
هغه پژواک اژانس سره خبرو کې د اکسېجن ترڅنګ د روغتيايي پرسونل کمښت بله ستونزه ياده کړه چې له امله يې ناروغانو ته پر وخت رسېدنه نه کېږي.
نوموړي زياته کړه، په خوست کې ورځ تر بلې د کرونا ناروغان ډېرېږي، نو د ناروغانو شمېر ته په کتو سره د دغه روغتون پرسونل کافي نه دی.
هغه زياتوي: “ستونزه دا ده چې وخت په وخت چې د ګاز ډبې راشي، هغه داسې وي لکه په چور يې چې خلک وړي، که ما ته په ښار کې د ګاز ډبه پيدا شي، په يو لک وي زه يې اخلم.”
د اسدالله تڼي په نوم د دغه ولايت بل اوسېدونکي چې له تېرو پنځلسو ورځ راهيسې یې د خوست د کرونا په روغتون کې مور بستر ده، له پژواک سره په خبرو کې بيا د دې ستونزو پړه د عامې روغتيا پر وزارت او د دې برخې پر نورو مسوولينو ور اچوي.
هغه وايي، عامې روغتيا وزارت او نورې همکارې ادارې له دغه ولايت سره د مور او ميرې چلند کوي چې ښه بېلګه يې د يونيسف په مرسته په دغه ولايت کې د فعالېدونکې د اکسېجن د توليد د لويې دستګاه انتقال بل ولايت ته دی.
دی زياتوي: “ټولو بايد پر وزير باندې فشار راوړی وای چې د خوست اکسېجن دستګاه بايد بل ولايت ته انتقال نه شي، خو دغه کار وشو.”
بل پلو د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکتر حبيب شاه انصاري وايي، د قرارداد له مخې دوی ته له کندهار او کابل څخه د اکسېجن بالونونه ورځي چې له همدې امله وخت ناوخت د اکسېجن له کمښت سره مخ کېږي.
نوموړي د کادري روغتون د اکسېجن د توليد دستګاه په اړه هم وويل چې د ځينو تخنيکي ستونزو له امله ياده دستګاه دا مهال اکسېجن نه توليدوي، خو زياتوي چې ستونزه يې په حل کېدو ده او ډېر زر به بېرته په توليد پيل وکړي.
د يادونې ده، د خوست ترڅنګ په کابل او نورو ولايتونو کې هم خلک د اکسېجن له کمښت سره مخ دي او له حکومته د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.
Views: 116
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP