کابل (پژواک، ١٣ چنګاښ ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٢٤٣ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ٨٤ کسان يې له امله مړه شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت له لوري د چنګاښ په ١٣ مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٤٦٤٢ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ١٢٤٣ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٢٥٩٣٧ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت له لوري په نننۍ خپره شوې خبرپاڼه کې په جلا-جلا ډول د هر ولايت د مثبتو پېښو، مړيني او بېرته جوړ شوو کسانو په اړه وضاحت نه دی ورکول شوى.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٨٦ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر له ٧٣ زرو څخه اوړي.
د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٨٤ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ۵۲۸۳ ته ورسېد.
د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ١٨٤ ميليون کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٦٨ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٣،٩ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.
Views: 45
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن