Language

جو بایډن: د افغانستان حکومت سقوط نه کوي   

کابل (پژواک،۱۸چنګاښ ۱۴۰۰):  د امریکا ولسمشر جوبایډن د افغانستان په اړه د تګلارې د اعلان پرمهال وویل چې د افغانستان حکومت سقوط نه کوي، ځکه چې دغه هېواد روزل شوی او مجهز وسله وال پوځ لري.

د امریکا ولسمشر بایډن د واشنګټن په وخت پرون له غرمې وروسته د (چنګاښ په ۱۷مه) په سپینه ماڼۍ کې دغه وینا وکړه.

د امریکا غږ د راپور له مخې، جوبایډن وویل چې د افغانستان حکومت ۳۰۰زره مجهز سرتېري لري، په داسې حال کې چې د طالبانو د وسله والو شمېر ۷۵زرو ته رسېږي

بایډن د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په طالبانو باور لري که نه،زیاته کړه: ((نه! په طالبانو باور نه لرم. د افغان ځواکونو په ظرفیت باور لرم چې روزل شوي او ښه مجهز دي))

هغه په افغانستان کې د نظام د پایښت په اړه وویل چې که افغان سیاستوال سره یوځای او متحد شي هیڅکله به په هغه هېواد کې نظام نسکور نه شي، خو زیاته یې کړه چې افغانستان د تاریخ په اوږدو کې هیڅکله یو متحد هېواد نه و.

بایډن وایي چې په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت د روان کال د اګست په ۳۱ پای ته رسیږي. هغه زیاته کړه چې امریکا افغانستان ته د ملت جوړونې لپاره نه وه تللې.

نوموړي بایډن زیاته کړه چې د امریکایي ځواکونو له بشپړه وتلو وروسته به هم د امریکا حکومت د افغانستان وسله والو ځواکونو ته په ځانګړې توګه هوایي ځواک ته د تجهیزاتو برابرولو ته دوام ورکړي.

بایډن ټینګار وکړ چې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو او په هغه هېواد کې د ښځو او نجونو ساتل اوس د افغانستان د حکومت او وسله وال پوځ دنده ده .

وروسته له هغه چې بایډن د اپریل په میاشت کې اعلان وکړ چې د سپټمبر تر ۱۱پورې ټول امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه وځي، د نورو مسلو تر څنګ زیات شمېر امریکایي وکیلانو د امریکایي ځواکونو د افغان همکارانو څخه د طالبانو د غچ اخیستنې په اړه اندېښنې څرګندې کړې.

بایډن په دې اړه وویل، د امریکایي ځواکونو افغان همکارانو ته د وېزې بهیر چټک شوی تر څو د هغه په وینا "هغوی او کورنۍ یې له ګواښ سره مخامخ نه شي."

هغه زیاته کړه چې په سپینه ماڼۍ کې ځانګړی ټیم هغو افغان ژباړونکو ته د وېزو ورکولو بهیر څاري چې غواړي امریکا ته راشي.

بایډن وویل، د امریکا د قوانینو له مخې ښایي متحده ایالاتو ته د امریکایي ځواکونو د افغانو همکارانو انتقال وخت ونیسي، خو ویې ویل چې امریکا دا تضمینوي چې د وېزو د پړاوونو د تیرولو مودې لپاره هغوی یو درېیم ځای ته انتقال شي، خو هغه ونه ویل چې کوم هېواد ته

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.