Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ولسمشر د ختيځو ولايتونو امنيتي چارواکو ته د امنيتي وضعيت ښه کولو سپارښتنه وکړه

جلال اباد (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۰): ولسمشر د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د امنیتي وضعیت د لا ښه والي او د "دښمن" د توطیو د شنډولو لپاره اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې او هغوی ته یې د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړ.

ولسمشر محمد اشرف غني چې نن د چنګاښ په ۳۱مه د ختيځو ولايتونو د امنيتي وضعيت ارزونې په موخه ختيځ کې د سيلاب قول اردو مقر ته ورغلی و، یادې څرګندونې یې له امنيتي مسوولينو سره د ليدنې پرمهال کړې دي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان محمد اشرف غني د لوی ننګرهار د عمومي او امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن سهار ۲۰۱ سیلاب قول اردو ته ولاړ.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱ سیلاب قول اردو کې د تشریفاتو قطعې له معاینې وروسته د ننګرهار والي، د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان، د ننګرهار د ملي امنیت رئیس، د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د درېیمې لوا، د سرحدي لومړۍ لوا او د ننګرهار امنیه قوماندانانو او د ننګرهار د ملي پولیسو د ۹۹۹ د ځانګړې قطعې قوماندان د لوی ننګرهار د امنیتي وضعیت په اړه خپل راپورونه او پلانونه په ارشد امنیتي غونډه کې له ولسمشر سره شریک کړل.

ولسمشر او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان د یادو مسوولینو د راپورونو تر اورېدو او د پلانونو له ارزونې وروسته د هېواد د دفاع او د خلکو د ساتنې په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلولۍ او سرښندنې وستایلې.

د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر غني د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د امنیتي وضعیت د لا ښه والي او د دښمن د شومو توطیو د شنډولو لپاره اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې او هغوی ته یې د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړ.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.