کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۰): په کابل کې د امریکا او بریتانیا سفارتونو پر وسله والو طالبانو تور پورې کړی چې د خلکو په کورونو کې ځانونه پټوي او له هغوی د سپر په توګه کار اخلي.
د یادو سفارتونو له خوا د زمري په ۱۳مه په ګډه خپره شوې، خبرپاڼه کې راغلي: "موږ په دې اړه چې طالبان پر افغان امنیتي ځواکونو د برید پر مهال، د خلکو په کورونو کې ماینونه او بمونه ږدي او ځانونه د خلکو په کورونو کې پټوي، ډېر زیات راپورونه ترلاسه کړي دي."
سرچینې زیاته کړې، د دغو راپورونو د سموالي په صورت کې دغه چاره جنګي جنایت ګڼل کېدای شي.
دغو سفارتونو ویلي، څرنګه طالبان کولی شي ادعا وکړي چې دوی د عادي افغانانو لپاره جنګېږي؛ په داسې حال کې چې له هغوی څخه د سپر په توګه کار اخلي.
په کابل کې د برتانیا او د امریکا متحده ایالاتو سفارتونه په افغانستان کې د login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن