کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۰): په کابل کې د امریکا او بریتانیا سفارتونو پر وسله والو طالبانو تور پورې کړی چې د خلکو په کورونو کې ځانونه پټوي او له هغوی د سپر په توګه کار اخلي.
د یادو سفارتونو له خوا د زمري په ۱۳مه په ګډه خپره شوې، خبرپاڼه کې راغلي: "موږ په دې اړه چې طالبان پر افغان امنیتي ځواکونو د برید پر مهال، د خلکو په کورونو کې ماینونه او بمونه ږدي او ځانونه د خلکو په کورونو کې پټوي، ډېر زیات راپورونه ترلاسه کړي دي."
سرچینې زیاته کړې، د دغو راپورونو د سموالي په صورت کې دغه چاره جنګي جنایت ګڼل کېدای شي.
دغو سفارتونو ویلي، څرنګه طالبان کولی شي ادعا وکړي چې دوی د عادي افغانانو لپاره جنګېږي؛ په داسې حال کې چې له هغوی څخه د سپر په توګه کار اخلي.
په کابل کې د برتانیا او د امریکا متحده ایالاتو سفارتونه په افغانستان کې د سمدستی اوربند غوښتونکي دي.
یادو هېوادونو په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي، د بشري حقونو نړیواله اعلامیه په ۱۹۴۸ز کال لاسليک شوې، له مخې یې ټول خلک حقوقي مسوولیت لري چې د هر وګړي د ذاتي کرامت درناوی وکړي.
سرچینې زیاته کړې، د هر افغان وګړي حیثیت او په پراخه کچه د بشر ژوند ته د طالبانو نه پاملرنه، ټولې نړۍ ته ټکان ورکړی دی.
دوی ویلي، مشروع قدرتونه او حکومتونه هیڅکله دا ډول کړنې نه ترسره کوي. طالبانو په وار وار د افغانانو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.
سرچینه وایي: "موږ له طالبانو څخه غواړو چې د هر افغان حقونو ته درناوی ولري. باید یوه سیاسي هوکړه شتون ولري."
امریکا او بریتانیا دغه راز ویلي، دوی د غزني په مالستان










