ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ کې له دولتي ښوونځيو سره د اعانې په نوم د مرستو لړۍ پيل شوه

په بلخ کې له دولتي ښوونځيو سره د اعانې په نوم د مرستو لړۍ پيل شوه

author avatar
8 Aug 2021 - 16:40
په بلخ کې له دولتي ښوونځيو سره د اعانې په نوم د مرستو لړۍ پيل شوه
author avatar
8 Aug 2021 - 16:40

مزارشريف (پژواک، ۱۷زمری ۱۴۰۰): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې له دولتي ښوونځيو سره د اعانې په نوم د مرستو لړۍ پيل شوه.

مسوولين وايي چې په دغه پروګرام کې به ټولټال د نجونو ۵۱ ښوونځي تر پوښښ لاندې ونيول شي.

د بلخ د پوهنې رياست د ښوونځيو د شوراګانو مدير روزبه سعادت د زمري په ۱۷مه، پژواک اژانس ته وويل چې د دغه پروګرام موخه له هغو زده کوونکو سره مرسته کول دي چې د بې وزلۍ له امله زده کړو ته دوام نه شي ورکولی.

ده زياته کړه چې دغه برنامه د پوهنې وزارت د اقرا برنامې له خوا پلې کېږي چې د هېواد په ۱۷ ولايتونو کې د ښوونځيو لپاره ټولټال ۵ ميليونه ډالر ځانګړي شوي دي.

هغه وويل: ((بلخ ولايت کې په لومړي ګام کې ۵۱ ښوونځيو سره مرسته کېږي، چې ۲۵ ښوونځي په مزار ښار او ۲۶ ښوونځي په ولسواليو کې ټارګيټ شوي دي)).

د سعادت په خبره، په دغه برنامه کې به د ځانګړو شويو ښوونځيو د ډلې هرې لېسې لپاره ۲۵۰۰ امريکايي ډالر، له هر منځني ښوونځي سره ۱۹۰۰ ډالر او هر لومړني ښوونځي سره به ۱۴۰۰ امريکايي ډالر مرسته کېږي.

د هغه په وينا، که دغه لړۍ بريالۍ وه، نو بل ګام کې به نور ښوونځي هم تر پوښښ لاندې ونيسي.

د بلخ د پوهنې رييس علي الله اميري پژواک ته وويل چې د دغه پروګرام موخه له هغو زده کوونکو سره مرسته کول دي چې د بېوزلۍ له امله له زده کړو څخه د پاتې کېدو له خطر سره مخ دي.

نوموړي زياته کړه: ((زموږ په ښوونځيو کې د يو شمېر بېوزله کورنيو زده کوونکي شته، چې حتی د ښوونځي د يونيفورم، کتابونو او نورو اړتياوو د اخيستو اقتصادي توانايي نه لري، په دې برنامه کې د دې اړتياوو د پوره کولو تر څنګ پلان دا دی چې حتی يو شمېر زده کوونکو لپاره د ظرفيت لوړونې ځانګړي کورسونه پيل کړو)).

هغه همدا راز وويل چې د اعانې دغه لړۍ بله موخه دا ده څو کورنۍ وهڅول شي او خپل اولادونه په ځانګړي ډول لوڼې ښوونځيو کې شاملې کړي.

مزارشريف کې د سلطان راضيې لېسې مديره افغاني شراف د حکومت د مرستې له يادې لړۍ څخه هرکلی کوي.

هغه وايي، په دې سره به ډېر هغه زده کوونکي بېرته خپلو زده کړو ته ور وګرځي چې وړاندې تر دې د بېوزلۍ له امله له درسونو پاتې وو.

نوموړې وويل: ((موږ به مخکې هر کال هغو بېوزلو زده کوونکو لپاره چنده ټولوله چې د ښوونځي د يونيفورم اخيستو پيسې يې نه درلودې، د حکومت او نړيوال بانک په دې مرستو سره به ياد مشکل حل شي)).

د هغې په وينا، په اوسني وخت کې بايد تر ټولو ډېره د زده کړو پر بهير ډېره پانګونه وشي.

مرسل مزارشريف کې د يوې لېسې زده کوونکې ده. هغه وايي چې پلار يې په ښار کې لاس ګاډی چلوي او يواځې همدومره روپۍ ګټي، چې کور ته ډوډۍ وګټي.

د هغې په خبره، هر کال دې ته حيرانه وي چې د يونيفورم پيسې له کومه کړي او يا هم کتاب او کتابچې اخيستو لپاره پيسې له کوم ځايه پيدا کړي.

مرسل وايي، له بېوزلو زده کوونکو سره د مرستې لړۍ دا کومک کوي چې ورسره د زده کوونکو ظرفيت هم لوړ شي.

د بلخ پوهنې رياست وايي چې دغه ۵۱ ښوونځي يې ستونزو او اړتياوو ته په کتو د رڼې پروسې له لارې انتخاب کړي دي.

 

Views: 65

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.