ژبه

پروان کې د سرګلولې چاودنې څلور ماشومان ټپيان کړي

چاریکار: (پژواک، ٥ سلواغه ١٤٠٣): د پروان ولایت شینوارو ولسوالۍ کې له پخوا پاتې سرګلولې چاودنې څلور ماشومان ټپیان کړي دي.

د پروان امنيه قوماندانۍ وياند فضل الرحيم مسکین‌یار نن وویل چې دغه پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته څلور بجې د شینوارو ولسوالۍ د صوفي‌خیلو په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، په ټپیانو کې یو هلک او درې نجونې شاملې دي چې عمرونه یې له لسو کلونو کم دي.

مسکین‌یار وايي، ټپیان د پروان ملکي روغتون ته د درملنې لپاره راوړل شوي دي

login or register a new account.