فیروزکوه (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۰): په غور کې یو شمېر روږدي کسان چې غواړي نشه یي توکي پرېږدي، پر حکومت له نیوکې سربېره وایي چې له میاشتو راهیسې په تمه دي؛ خو تراوسه د بستر او درملنې زمینه نه ده ورته برابره شوې.
ډېری دغه روږدي په فېروزکوه ښار کې د سړک پر غاړو او کوڅو او په ځانګړي ډول د یاد ښار د کرنې په تفریحي پارک کې راټول شوي دي.
د پژواک خبريال له يو شمېر هغو روږدو کسانو سره مرکې کړي چې شپه او ورځ له خپلو کورنيو لرې د واټونو تر څنګ تېروي. له دوی څخه ځینې لېوالتیا لري چې نشه یي توکي پرېږدي؛ خو په فېروزکوه ښار کې د مجهز روغتون نشتوالی د دې لامل شوی چې دوی نه دي توانېدلي له نشه یي توکو ځانونه خلاص کړي.
په نشه یي توکو یوه روږدي چې د داوود ښار په باغ کې یې په سګرټ کې هیرویین اچول، پژواک خبري اژانس ته وویل: «شل کاله کېږي چې په نشه یي توکو روږدی یم، کلونه کېږي چې ژوند رانه پاتې دی او پر خپل دغه کار پښېمان یم، غواړم درملنه مې وشي او خپل عادي ژوند ته راوګرځم.»
هغه چې هیله لري نشه یي توکي پرېږدي؛ خو وایي چې څلور میاشتې کېږي په تمه دی چې بستر شي؛ خو په روغتون کې خالي بستر نه شته.
نوموړي پر حکومت نیوکه وکړه چې د روږدو د درملنې لپاره پاملرنه نه کوي. که یې پاملرنه کولای په روغتونونو کې به د روږدو د درملنې لپاره ډېر بسترونه جوړ شوي وو.
رحیم الله چې د بادغیس د جوند ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی، زیاته کړه: «د کورنۍ مې له ما بد راځي، ګاونډیان، خپلوان او ټول ملګري مې ریشخند راباندې وهي، مجبور شوم دلته راشم، په دې شلو کلونو کې چې روږدی یم، ډېر سپک شوی یم او ډېرې ناهیلۍ مې تېرې کړې دي.»
هغه په نشه د اخته کېد د څرنګوالي په اړه وویل: «په ۱۶کلنۍ کې چې په ایران کې وم، د سخت او ډېر کار کولو لپاره مې تریاکو ته مخه کړه، کله مې چې د اوبو په څاه ګانو کې کار کاوه، ایرانیانو به راته ویل تریاک وڅکوئ؛ ځکه له تاسو سره په کار کولو کې مرسته کوي.»
رحیم الله چې په ایران کې له څه مودې تېرولو وروسته بېرته راغلی او د پولیسو په لیکو کې جذب شوی؛ خو په هیرویینو د اخته کېدو له امله یې کار پرېښود او دا مهال په فېروزکوه ښار کې د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي.
په ورته مهال، نجیب الله چې د فېروزکوه د کابلک کلي اوسېدونکی دی، له ۱۲کلونو راهیسې په نشه یي توکو زوږدی دی او د روږدي کېدو له امل یې ټوله شتمني له لاسه ورکړې او دا مهال په بد وضعیت کې ژوند کوي.
نوموړی چې د څلورو اولادونو پلار دی، ویې ویل چې په ډېرو ستونزو سره د نشه توکو او شپږکسیزې کورنۍ د لګښت پیسې پیدا کوي.
هغه زیاته کړه: «یوازینی لامل چې ما دغو توکو ته مخه کړه، نااهله ملګري وو؛ ماته یې نه کور او نه ژوند راپرېیښی، ټول مې له لاسه کړرل. د کورنۍ د لګښت او نشه یې توکو پیسې د غلا له لارې په لاس راوړم. »
نوموړي وویل چې اوس له نشه یي توکو تنګ شوی، غواړي د ځان درملنه وکړي او عادي ژوند ته راوګرځي؛ خو په روغتون کې د بستر د کموالي له امله باید څو میاشتې په تمه شي.
په دې باغ کې شاوخوا ۴۰کسان د نشه یې توکو په کارولو بوخت دي چې ډېری یې شپې او ورځې همدلته تېروي، د یادو کسانو ډېر شمېر غواړي درملنه یې وشي او خپل عادي ژوند ته راوګرځي.
د یاد باغ په څنډو کې یوشمېر ښځې هم لیدل کېږي چې په نشه توکو روږدې دي؛ خو هغوی مرکې کولو ته حاضرې نه شوې.
په غور کې په نشه یي توکو د روږدو لپاره د ۲۰بستریز روغتون امر محمد عمر لعلزاد، پژواک ته وویل چې دغه روغتون د روږدو د درملنې لپاره کافي بسترونه نه لري او اړتیا ده چې د بسترونو شمېر یې ډېر شي.
د هغه په وینا، دا مهال هم ۲۰ روږدي بستر دي او له ۴۰ ډېر نور په کورونو کې رواني مشورې ترلاسه کوي.
نوموړي وویل چې د بستر د کموالي او یوه نوي روغتون د رامنځته کولو په اړه یې له مسوولینو سره خبرې کړې؛ خو تراوسه کوم اقدام نه دی شوی.
نوموړي د هغو ځوانانو په اړه چې له درملنې وروسته بیا په نشه یي توکو اخته کېږي اندېښنه څرګنده او ویي ویل: «تاسو ته ښه معلومه ده، هغه ځوانان چې دلته راځې او د یادو توکو د پرېښودو لپاره ۴۵ورځې تېروي، کله چې بېرته رخصتیږي، بېکاري دوی ځوروي، کله چې ګوري کار نه شته، بیا نشه یي توکو ته مخه کوي؛ چې دا یو ځورونکی عمل دی.
د هغه په وینا، د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې نږدې ۵۰زره روږدي کسان موجود دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP