کابل (پژواک ۲۴ زمری ۱۴۰۰): طالبان وايي، دا چې په کابل ښار کې حوزې تخلیه شوي او پولیسو د امنيت ساتلو دنده پريښې ده، نو د دې لپاره چې د چور او تالان مخه ونيول شي، دوی خپلو ځواکونو ته امر کړی چې د کابل ځينو ساحو ته دننه شي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو له خوا خپره شوې ده.
په خبرپاڼه کې زياته شوې: "اسلامي امارت سهار یوه اعلامیه خپره کړه چې په کې راغلي وو، زموږ ځواکونه له کابل څخه د باندې دي او موږ نه غواړو له نظامي لارې کابل ته داخل شو."
سرچينه زياتوي، خو اوس راپورونه را رسیږي چې د کابل په ښار کې حوزې تخلیه شوې دي، پولیسو د امنیت ساتلو دنده پریښې ده، همدا ډول وزارت خانې هم تخلیه شوې دي او د کابل ادارې امنیتي کسان تښتېدلي دي.
سرچينه کاږي، د دې لپاره چې خدای مه کړه په کابل کې عام چور او تالان ګډ نه شي، سوء استفاده کوونکي افراد خلکو ته ضرر او صدمه ونه رسوي، اسلامي امارت خپلو ځواکونوته امر وکړ چې د کابل هغو ساحو ته داخل شي، له کومو څخه چې حکومت تللی او سیمې د چور او تالان له خطر سره مخامخ دي.
طالبانو ويلي، کابل ښاریان دې له مجاهدینو څخه هيڅ وېره نه محسوسوي او د دوی ځواکونه به په ډير ارام سره د کابل ښار ته داخلیږي، له هیچا سره کار نه لري، حکومتي نظامي او ملکي کارکوونکي دې ډاډه اوسي چې هيڅوک په هغوی کار نه لري، هيچاته اجازه نشته چې د چا کور ته داخل شي، یا څوک وځوروي او یا د چا د ازار او اذیت سبب شي..
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP