کابل(پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۰): د ترکیې سفیر په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مرستیال سره په لیدنه کې له افغانانو سره د ترکیې د مرستو د دوام ډاډ ورکړی، هیله یې څرګند کړې چې په افغانستان کې پياوړی او د افغان ولس د خوښې نظام رامنځته شي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ویلي و چې تر راتلونکو دوو ورځو به افغانستان کې داسې نوی ټولګډونه حکومت اعلان شي چې ټول ملیتونه او سیاسي ګوندونه به په کې ځان وویني.
د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال شېر محمد عباس ستانكزي او ور سره پلاوي تېره ورځ په دوحه کې د ترکيې له سفير دوکتور مصطفی کوکصو سره په لیدنه کې د افغانستان د روان او راتلونكي وضعيت په اړه خبرې کړې دي.
د هغه په وینا، د تركيې سفیر ويلي چې ترکیه به له افغان ولس سره خپلو اړيکو او مرستو ته دوام ورکړي.
د ده د څرګندونو له مخې، په دغه لیدنه کې د ترکیې سفیر هيله څرګنده کړې چې په افغانستان کې يو پياوړی او د افغان ولس د خوښې نظام رامنځ ته شي.
دی وایي: «د اسلامي امارت پلاوي هم له ترکيې سره د ښو او دوامداره اړيکو هيله څرګنده کړه.»