ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد ښار کې چاودنې دوه ملکي وکړي وژلي

جلال اباد ښار کې چاودنې دوه ملکي وکړي وژلي

author avatar
19 Sep 2021 - 16:34
جلال اباد ښار کې چاودنې دوه ملکي وکړي وژلي
author avatar
19 Sep 2021 - 16:34

جلال اباد (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۰): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د سړک غاړې ماين چاودنې له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي او دوه طالبان ټپيان شوي دي.

چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې د جلال اباد ښار د پنځمې حوزې اړوند کابل اډې ساحه کې شوې ده.

د سيمې يو اوسېدونکی وسيم وايي، چاودنه پر رينجر موټر شوې خو ملکي خلک په کې ځکه وژل شوي چې په رينجر پسې روانې ريکشا کې ناست وو.

هغه زياته کړه چې په پېښه کې د يوې کورنۍ دوه غړي چې يو يې ماشوم دی، وژل شوي دي.

د ننګرهار ولايت يوې روغتيايي سرچينې هم د نوم نه ښودو په شرط پژواک اژانس ته وويل چې د جلال اباد حوزوي روغتون ته د پېښې له ځايه دوه جسدونه او دوه ټپيان ور وړل شوي دي.

هغه زياته کړه چې وژل شوي يو ريکشا چلوونکی او بل ماشوم دی او ټپيان دواړه طالبان دي.

ولايتي او امنيتي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

بلخوا د ننګرهار برېښنا شرکت رييس غلام حيدر فقيرزي په خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې يوې بلې چاودنې د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې مربوطاتو کې ولايت مقام ته ورغلي د برېښنا لينونه پرې کړي دي.

هغه په دې تړاو نور جزئيات نه دي شريک کړي.

د دغو دواړو چاودنو مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخېستی.

پرون هم جلال اباد ښار کې درې چاودنې شوې وې چې د دوو طالبانو د وژل کېدو او د ملکي وګړو په ګډون د يو شمېر نورو د ټپي کېدو راپورونه ترې ورکړل شوي وو.

Views: 91

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.