پلخمري (پژواک، ٦ تله ۱۴۰۰): د بغلان والي وايي، امنيتي ځواکونو هغه ځوانان نيولي چې غوښتل يې د دغه ولايت په يوه جومات کې د داعش ډلې بيرغ وځړوي.
د بغلان والي ملا نثاراحمد نصرت د تلې په ٦مه پژواک ته وويل چې داعش ډله په فزیکي توګه په دغه ولايت کې شتون نه لري، خو په تېرو څو ورځو کې اوازې خپرې شوې چې دغه ډله غواړي فعاليت پيل کړي.
دی وايي چې څو ورځې مخکې امنيتي ځواکونو د ٢٠مې فرقې په سيمه کې څو ځوانان د داعش بيرغ ځړولو په تړاو نيولي دي.
د نوموړي په وينا، نيول شوو کسانو په خپلو څرګندونو کې ويلي چې دوى له داعش سره کوم تړاو نه لري، يواځې په ټوکو يې غوښتل د داعش بيرغ پورته کړي.
خو والي وايي چې له نيول شوو کسانو څېړنې روانې دي، څو حقيقت معلوم شي.
ملا نثار زياتوي چې افغانان له فکري پلوه له داعش ډلې سره جوړښت نه لري او بل دا چې طالبان داعش ډلې ته په افغانستان کې د فعاليت کولو وخت او اجازه هم نه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې د پخواني نظام امنیتي مسوولینو دوه کاله وړاندې د دغه ولایت په بورکې ولسوالۍ کې د داعش ډلې د فعالیت خبر ورکړی و.