کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۰): د وزیرانو شورا د برېښنا شرکت د برېښنايي خدمتونو د پیاوړي کولو او د لویو پورونو د ورکړې د لارو چارو په اړه خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، دغه شرکت ۶۲ میلیون امریکايي ډالره د برېښنا صادروونکو هېوادونو پوروړی دی، خو یادو هېوادونو ډاډ ورکړی چې دا مهال برېښنا نه پرې کوي.
د حکومت د چارو ادارې پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې نن د وزیرانو شورا د اقتصادي کمېسیون په نننۍ غونډه کې د برېښنا شرکت چارې وارزولې.
د سرچیې په وینا، په دغه غونډه کې د برېښنايي خدماتو د تقویې، روڼتیا، د ضایعاتو د مخنیوي او د برېښنا شرکت د لویو پورونو د ورکړې په لارو چارو غور او تفصیلي بحث وشو.
د برېښنا شرکت چارواکو وړمه اوونۍ ویلي وو، دغه شرکت داسې یوه طرحه په پام کې لري چې له مخې به یې د شرکت د پوروړو جایدادونو پلورنې ته وړاندې شي ترڅو د دولت پورونه ترې ادا شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP