کندهار کې د شیخ هبتالله اخندزاده په مشرۍ د وزیرانو شورا غونډه جوړه شوه
کندهار کې د اسلامي امارت مشر د وزیرانو شورا غونډې ته په وینا کې ویلي، له خلکو سره له زوره کار مه اخلئ چې بیا مقابله درسره کوي او ټولو هېوادوالو ته له توپیر پرته خدمات وړاندې کوئ.



