Language

جوزجان کې د یتیم‌تاق سمنټو تولیدي فابریکې جوړولو چارې عملاً پیل شوې

کابل (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۵): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې د یوه ترکي شرکت د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه په جوزجان کې د یتیم‌تاق سمنټو تولیدي فابریکې جوړولو چارو پرانیسته وشوه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د هېواد د اقتصادي ودې او په تدریجي توګه د تولیدي اقتصاد پر لور د چټکو ګامونو اخیستو لپاره د کورني صنعت پياوړي کېدل او له کورنیو تولیداتو ملاتړ مهم بللی او د دې جدي اړتیا پر حل یې ټینګار کړی دی.

هغه وویل: «د همدې لوی اساسي مسوولیت ادا کولو په دوام نن په جوزجان کې د دې مهمې فابریکې عملي چارې پيل شوې چې دا به د داخلي صنعت په قوي کولو، پر وارداتو د تکیې کمولو او د هېواد د اقتصادي ودې برخه کې مهم رول ولوبوي.»

د هغه په خبره، د افغانستان اسلامي امارت ټول تمرکز د داخلي صنعت پر پیاوړتیا دی او هڅه کوي چې د خامو موادو صادرولو پر ځای د یادو موادو داخلي پروسس ته زمینه مساعده کړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال له نړۍوالو وغوښتل چې د رسمي اقتصاد په چوکاټ کې له افغانستان سره تعامل پیاوړی کړي او له بې‌ساري امنیتي او سیاسي ثبات او بالقوه ظرفیت څخه ګټه واخلي.

د هغه په خبره، د نړۍوالې او سیمه‌ییزې سیاسي او اقتصادي فضا تنګول، په نړۍواله کچه د حذف سیاست پلي کول او د تحریمونو اوږدول په هیڅ صورت د نړۍوال سیاست او نړۍوال اقتصاد درد نه شي دوا کولی؛ بلکې برعکس دا ډول سیاستونه تهدیدونه زېږوي او د سیمه‌ییز او نړۍوال مشارکت ونډه راکموي.

‎د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، د یتیم‌تاق سمنټو تولیدي فابریکې جوړېدو لپاره ۷۷ ترکي شرکت ۱۶۰ میلیون ډالر پانګونه کوي چې په ورځني ډول به ۳۰۰۰ ټنه سمنټ تولید او ۵۰۰۰ هېوادوالو ته به په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.

د دې فابریکې د جوړېدو چارې به په دوو کلونو کې بشپړې شي.