کابل(پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۰): په هېواد کې د جمهوریت له سقوط وروسته، ۴۵ ټنه جلغوزي د هوايي دهلېز له لارې چین ته ولېږدول شول.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال يونس مومند نن (د لړم په ۹مه) په هغو مراسمو کې چې په همدې تړاو د کابل په هوایي ډکر کې جوړ شوي و، خبريالانو ته وويل: «د پخواني سياسي نظام له پرځېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د هوايي دهلېز له لارې چين ته ۴۵ ټنه تور جلغوزي صادروو.»
نوموړي د هوايي دهلېز له لارې د صادراتو پر پيل خوښي وښوده او له حکومته يې وغوښتل چې د جلغوزيو د قاچاق مخه ونيسي.
د رییس الوزرا مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د يو شمېر نورو حکومتي او غیردولتي چارواکو په ملتيا د هوايي دهلېز پرانيستې پر مهال وويل: «چين زموږ ګاونډي او دوست هېواد دى او په هر حالت کې يې له موږ سره همکاري کړې ده.»
هغه له افغانستان سره په نورو برخو کې د چین د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.
حنفي د امنيتي او اقتصادي وضعيت ښه والي او د بېکارۍ له منځه وړلو ته په اشارې خلکو ته په خطاب کې وويل: “د هېواد وضعيت ښه کېږي، له افغانستانه مه وځئ، هيڅوک د اسلامي امارت په تور نوملړ کې نه شته.”
هغه د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل: «هبت الله په افغانستان کې دی او له خلکو سره یې خبرې کړې دي، دا حقیقت لري.»
د هغه په وينا، په هېواد کې د اقتصادي ستونزو د حل او د بيو د ټيټوالي په موخه په راتلونکو دوو اوونيو کې په هرات او فارياب ولايتونو کې دوه لويې اقتصادي غونډې جوړیږي.
د سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په هېواد کې د سياسي، امنيتي او اقتصادي وضعيت پر ښه والي ټينګار وکړ او ويې ويل چې په نږدې راتلونکي کې به د خوراکي توکو بيې د پام وړ راټيټې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP