ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

۴۵ ټنه جلغوزي د هوايي دهلېز له لارې چین ته ولېږدول شول

۴۵ ټنه جلغوزي د هوايي دهلېز له لارې چین ته ولېږدول شول

author avatar
31 Oct 2021 - 18:27
۴۵ ټنه جلغوزي د هوايي دهلېز له لارې چین ته ولېږدول شول
author avatar
31 Oct 2021 - 18:27

کابل(پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۰): په هېواد کې د جمهوریت له سقوط وروسته، ۴۵ ټنه جلغوزي د هوايي دهلېز له لارې چین ته ولېږدول شول.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال يونس مومند نن (د لړم په ۹مه) په هغو مراسمو کې چې په همدې تړاو د کابل په هوایي ډکر کې جوړ شوي و، خبريالانو ته وويل: «د پخواني سياسي نظام له پرځېدو وروسته دا لومړی  ځل دی چې د هوايي دهلېز له لارې چين ته ۴۵ ټنه تور جلغوزي صادروو.»

نوموړي د هوايي دهلېز له لارې د صادراتو پر پيل خوښي وښوده او له حکومته يې وغوښتل چې د جلغوزيو د قاچاق مخه ونيسي.

د رییس الوزرا مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د يو شمېر نورو حکومتي او غیردولتي چارواکو په ملتيا د هوايي دهلېز پرانيستې پر مهال وويل: «چين زموږ ګاونډي او دوست هېواد دى او په هر حالت کې يې له موږ سره همکاري کړې ده.»

هغه له افغانستان سره په نورو برخو کې د چین د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.

حنفي د امنيتي او اقتصادي وضعيت ښه والي او د بېکارۍ له منځه وړلو ته په اشارې خلکو ته په خطاب کې وويل: “د هېواد وضعيت ښه کېږي، له افغانستانه مه وځئ، هيڅوک د اسلامي امارت په تور نوملړ کې نه شته.”

هغه د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل: «هبت الله په افغانستان کې دی او له خلکو سره یې خبرې کړې دي، دا حقیقت لري.»

د هغه په ​​وينا، په هېواد کې د اقتصادي ستونزو د حل او د بيو د ټيټوالي په موخه په راتلونکو دوو اوونيو کې په هرات او فارياب ولايتونو کې دوه لويې اقتصادي غونډې جوړیږي.

د سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په هېواد کې د سياسي، امنيتي او اقتصادي وضعيت پر ښه والي ټينګار وکړ او ويې ويل چې په نږدې راتلونکي کې به د خوراکي توکو بيې د پام وړ راټيټې شي.

Visits: 78

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.