کابل (پژواک، ١٢ لړم ۱۴۰۰): د کابل ښار یو شمېر ټکسي چلوونکي وایي چې د دولتي پوهنتونونو، ښوونځيو او د ځینو ادارو په تړل کېدو سره یې د کاروبار کچه له نيمايي ډېره راټېټه شوې ده.
د همدې موضوع په تړاو د کابل ښار یو تن ټکسي چلوونکي داد محمد صدیقي پژواک ته وویل چې مخکې یې د ورځې ۱۵۰۰ـ ۱۲۰۰ افغانۍ پورې کار کاوه خو اوس ۵۰۰ افغانۍ هم نه شي پیدا کولی.
هغه وویل: ((شل افغانۍ له یوه کس څخه د ښار د یو ځای څخه بل ځای ته د وړلو په بدل کې اخلم خو په دې هیڅ هم نه کېږي او د تېلو لګښت هم نه شم پوره کولی، ځکه مخکې مې کله کله دربسونه هم وړل او تېل هم ارزانه و خو اوس دا هیڅ هم نه شته.))
دی وایي چې د دولتي پوهنتونونو، ښوونځیو او د ځينو ادارو د تړل کېدو له امله د دوی کار کم شوی او خپل ورځنی لګښت هم نه شي پوره کولی.
نوموړي له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د تېلو او نورو خوراکي توکو بیې دې کنټرول کړي او هم دې خلکو ته د کار کولو زمینه برابره کړي.
جاوید چې په کابل ښار کې ټکسي چلوي پژواک ته وویل چې موټر یې له بل چا څخه په اجاره نیولی دی.
هغه وویل چې مخکې يې په اوونۍ کې ۲۵۰۰ افغانۍ يواځې د موټر مالک ته ورکولې، خو اوس یې کار کم شوى او ۱۰۰۰ افغانۍ هم نه شي ورکولى.
دی وایي: ((مخکې به په هره سل متره فاصله کې يو کس ولاړ و او ټکسي ته به پورته کېده او دربس به هم پیدا کېده، خو اوس هر سهار راځم او ترغرمې پورې راته ايله يو دربس برابر شي.))
هغه وویل چې په تېر حکومت کې یې د ورځې له ١٥٠٠ څخه تر ١٧٠٠ افغانیو کار کاوه، خو اوس د تېلو لګښت هم نه شي پوره کولى.
نوموړی وایي، خلک وزګاره دي پیسې نه لري که ډېر مجبوره نه شي په ټکسي موټر کې سفر نه کوي، نو همدا لامل دی چې د دوی د کاروبار کچه له نيمايي څخه ډېره راټیټه شوې ده.
همدارنګه یو بل ټکسي چلوونکي سلیمان پژواک ته وویل چې په تېر حکومت کې یې د ورځې له ١٥٠٠-١٦٠٠ افغانیو پورې کار کاوه، خو اوس ۷۰۰ افغانۍ هم نه شي پیدا کولی.
دی وایي چې د حکومت په بدلیدو سره یې کاروبار بې خونده شوى او د تېلو بیې هم لوړې شوې نو ځکه خپل لګښت هم نه شي پوره کولی.
هغه وویل چې د بې کارۍ او د پیسو د نشتوالي له امله اوس ډېری خلک د ښار نږدې سیمو ته پر بایسکل تګ راتګ کوي.
نوموړی وویل: ((مخکې به راته د موټرونو په هډه کې په پنځلس دقیقو کې یو ځل د موټر د ډکولو نوبت را رسېدو خو اوس سپرلي کمه شوې په دوو ساعتونو کې هم يو نوبت نه راځي.))
په دې اړه د حکومت د رسنيو مرکز رييس قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل، حکومت هڅه کوي چې ستونزې حل او خلکو ته د کار کولو زمينه برابره کړي.
دى زياتوي چې تېر حکومت د موټرسايکلونو او ځينو نورو موټرو پر ګرځېدو بنديز لګولى و نو ځکه د ټکسي چلوونکو کار ډېر جوړ و خو اوس دغه بنديزونه لرې شوي نو ځکه د ټکسي چلوونکو کار يو څه ټکنى شوى دى.
هغه وايي: ((ټول مشکلات به له خيره سره حل شي خو لږ وخت ته ضرورت لري.))
د يادونې ده چې شاوخوا درې میاشتې مخکې اوسنی حکومت واک ته ورسېد، خو لا تراوسه هم د ځينو دولتي ادارو کار نور مال نه دی، دولتي پوهنتونونه او ښوونځي هم لا تړلي دي.