کابل (پژواک ۲۶ لړم ۱۴۰۰): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير وايي چې د افغانستان د ګاونډيانو ناستې ته به دا ځل افغان حکومت هم وبلل شي.
شاه محمود قریشي دغه څرګندونې د سنا د بهرنيو چارو کمېټې سره په ناسته کې کړې دي.
ده ويلي چې د افغانستان سرپرست حکومت به د افغانستان د ګاونډيو د وزیرانو را روانې غونډې ته دعوت شي.
خو د افغانستان حکومت رسماً په دې اړه څه نه دي ويلي.
تمه ده چې را روانه غونډه په چين کې وشي، خو کره نېټه يې لا نه ده په ډاګه شوې.
د افغانستان د ګاونډيو د وزیرانو په غونډه کې د چین، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او روسيې هېوادونه ګډون کوي. تر دې وړاندې دوی د وږي په ۱۷مه اسلام اباد او د لړم په ۵مه ایران کې غونډې کړې دي؛ خو دې غونډو کې د افغانستان د حکومت استازو ګډون نه و کړی.
Views: 310
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن