ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار خلک: د نجونو ښوونځيو له شپږم پورته ټولګي دې پرانیستل شي

د ننګرهار خلک: د نجونو ښوونځيو له شپږم پورته ټولګي دې پرانیستل شي

author avatar
18 Nov 2021 - 11:39
د ننګرهار خلک: د نجونو ښوونځيو له شپږم پورته ټولګي دې پرانیستل شي
author avatar
18 Nov 2021 - 11:39

جلال اباد (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۰): د ننګرهار اوسېدونکي د نجونو ښوونځیو له شپږم پورته ټولګیو نه پرانیستل کېدو ته اندېښمن دي او له حکومته غواړي چې نور د دوی وخت ضایع نه کړي او د نجونو ښوونځي دې پرانیزي.

د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته طالبانو په ټول هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو دروازې وتړلې.

که څه هم وروسته په یو شمېر ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته هم نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شوې، خو په ننګرهار کې یې لا هم دروازې تړلې دي.

د ننګرهار له ځینو سیمو پرته په ټولو تودو سیمو کې د هلکانو او تر شپږم ټولګي د نجونو ښوونځي پرانیستل شوي خو له اووم ټولګي پورته ښوونځي بند دي.

د دغه ولایت نجونې له مسوولینو د ښوونځیو د ژر خلاصولو غوښتنه کوي.

د جلال اباد ښار د يوه دولتي ښوونځي زده کوونکې صفا پژواک خبري اژانس ته وویل، له اووم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو په تړل کېدو ټول خلک خپه دي او هره ورځ یې د پرانیستل کېدو په تمه دي.

دا وايي، مشره خور یې په نهم ټولګي کې زده کړې کوي، خو درې میاشتې وشوې چې د ښوونځي مخ یې نه دی لیدلی.

هغې زیاته کړه: «نن سهار چې له کوره ښوونځي ته تلم، نو خور مې په ژړا شوه چې ولې ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري، دغه حالت موږ ټول سخت ځوروي، موږ له حکومته غواړو چې ښوونځي مو بېرته د پخوا په شان پرانیزي.»

ثنا له هغو زده کوونکو ده چې تر اتم ټولګي یې زده کړې کړې، خو اوس چې ښوونځي ته نه شي تلای، د سختې ناهیلۍ ښکار ده.

هغې پژواک ته وویل: «د اسلام دین د علم زده کړه پر ښځو او نرو یو شان فرض کړې ده، نو بیا طالبان ولې موږ ته زموږ دا حق نه راکوي، په داسې حال کې چې نه په نصاب کې کومه ستونزه شته او نه بل په بل څه کې، هغوی باید زموږ د زده کړو مخنیوی و نه کړي.»

په عین حال کې د نجونو ښوونځیو ښوونکي بیا له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو د تړل کېدو ترڅنګ د خپلو معاشاتو ستونزه یادوي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې یې نه دي اخیستي.

د جلال اباد ښار د میا عمر لیسې یوه ښوونکي سید حبیب پژواک ته وویل، د معاشاتو د ځنډ ستونزه جدي ده، که حالت همداسې دوام وکړي نو ډېرې ښځې ښوونکې چې د کورنیو سرپرستې ور له غاړې ده، خپلې دندې پرېږدي.

نوموړی له حکومته غوښتنه لري چې لومړیتوبونه وپېژني او شته ستونزې حل کړي.

خو د ننګرهار پوهنې ریاست چارواکي بیا په نږدې راتلونکې کې په دغه ولایت کې د نجونو د ټولو ښوونځيو د پرانیستل کېدو خبره کوي او وايي، د ښوونکو د معاش غم به هم وخوري.

د پوهنې رییس مفتي حبیب الله حضرت حقاني پژواک اژانس ته وویل، د نجونو د ښوونځیو ستونزه حل کېږي، اوس پر کړنلاره کار روان دی چې بشپړه شي نو ټول ښوونځي به پرانیستل شي.

د ښوونکو د معاشاتو اړوند هغه څرګنده کړه چې یو شمېر ښوونکو ته معاش ورکړل شوي چې د ستونزو په حلېدو به پاتې ښوونکو ته هم ورکړل شي.

دی وايي، له بدلون سره هر څه ګډوډ شوي، تر هغه چې وضعیت ښه کېږي وخت ته اړتیا ده، ښوونکي باید زغم ولري، څو سیستم جوړ او د دوی ستونزې حل شي.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې په یو شمېر ولایتونو کې د نجونو ټول ښوونځي پرانیستل شوي خو د ګڼو نورو ولایتونو تر څنګ ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان په هغه کتار کې شامل دي چې لا یې له له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

Views: 110

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.