جلال اباد (پژواک، ۲ ليندۍ ۱۴۰۰): د ننګرهار ولايت د استخباراتو رياست چارواکي وايي، د قومي مشرانو په منځګړتوب يو ځل بيا د داعش ډلې شاوخوا ۸۰ غړي حکومت ته تسليم شوي دي.
د چارواکو په وينا، دغو کسانو د ننګرهار په بېلابېلو ولسواليو کې د داعش ډلې لپاره فعاليتونه کول چې اوس پر خپلو کړنو پښېمانه شوي او دوی ته تسليم شوي دي.
د يادو کسانو د تسليمۍ لپاره د ليندۍ په ۲مه د ننګرهار د استخباراتو په رياست کې غونډه جوړه شوې وه چې د چارواکو او داعش ډلې د تسليم شويو غړو سربېره په کې د ولسواليو قومي مشرانو هم برخه اخیستې وه.
د ننګرهار د استخباراتو رييس ډاکټر بشير په دې تړاو جوړې شوې غونډې ته وويل چې د ننګرهار د غني خېلو، اچين، خوږياڼو، بټي کوټ او کوز کونړ ولسواليو شاوخوا ۸۰ تنه هغه کسان چې د داعش ډلې غړيتوب يې درلوده دوی ته تسليم شول.
هغه زياته کړه چې دغو کسانو ته يې د قومي خلکو په منځګړتوب بښنه کړې او ژمنې يې ترې اخیستي چې راتلونکي کې به د حکومت پر ضد هیڅ ډول فعاليت او تبلغات نه ترسره کوي.
تسلیم شويو داعش وسله والو په خپلو تېرو کړنو پښېماني ښودلې او پر نورو یې هم غږ کړی چې له امارت سره یو ځای شي او د هېواد ابادۍ لپاره کار وکړي.
د دوی له ډلې نجيب الله خبريالانو ته وويل: ((موږ خو د يو اسلامي نظام د راتګ لپاره جهاد کولو اوس چې په هېواد کې اسلامي امارت حاکم شوی نو پرېکړه مو وکړه چې له خپلې وسله والې مبارزې لاس واخلو او حکومت ته تسليم شو.))
د ننګرهار ولایت قومي مشران وایي، د دوی هڅې د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې روانې دي څو داعش وسله والو ته قناعت ورکړي او حکومت ته يې تسلیم کړي.
د خوږياڼو ولسوالۍ قومي مشر ميراخان وويل چې په تېر کې خو جهاد د اسلامي نظام د راتګ لپاره و اوس خو بهرنيان وتلي نو بايد ټولې ډلې له وسله وال فعاليته لاس واخلي او د هېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره کار وکړي.
د ننګرهار د استخباراتو ریاست د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو میاشتو کې نږدې درې سوه داعش وسله وال دوی ته تسلیم شوي چې په وینا یې د تسلیمۍ دا لړۍ به دوام ولري.