ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د پکتيا روغتيايي مرکزونو خدمات عادي حالت ته را ګرځېدلي

چارواکي: د پکتيا روغتيايي مرکزونو خدمات عادي حالت ته را ګرځېدلي

author avatar
24 Nov 2021 - 15:30
چارواکي: د پکتيا روغتيايي مرکزونو خدمات عادي حالت ته را ګرځېدلي
author avatar
24 Nov 2021 - 15:30

ګردېز (پژواک، ٣ ليندۍ ١٤٠٠): د پکتيا د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې د تېرو درېيو مياشتو په پرتله د روغتيايي خدماتو په برخه کې یې نوي ګامونه اخيستي او هرڅه بېرته عادي حالت ته راګرځېدلي دي.

درې مياشتې وړاندې د نوي حکومت په راتګ سره د پکتيا روغتيايي مرکزونو ډاکترانو او کار کوونکو معاشونه نه لرل، په روغتيايي مرکزونو کې امکانات له نشت سره برابر و او ځينې نورې ستونزې هم موجودې وې.

خو د ياد ولايت چارواکي وايي چې روغتيايي مرکزونه يې تر ډېره بريده له دغو ستونزو څخه را ايستلي او هڅه کوي چې نور يې هم مجهز کړي.

د پکتیا ولایت د عامې روغتیا رییس صدرالدین عزام پژواک خبري آژانس ته وويل: ((څه موده وړاندې ځینو همکاره موسساتو له حوزوي روغتون او ددې ترڅنګ له نورو روغتیايي مرکزونو سره د درملو او نورو توکو همکاري وکړه او همدا ډول له یونیسف موسسې سره مو هم قرار داد لاسلیک کړی چې ټولو ډاکټرانو ته تر درېيو مياشتو پورې معاشونه ورکوي.))

دده په خبره، د ځینو نړیوالو موسسو پرمټ یې په روغتیايي مرکزونو کې تر ډېره د درملو، روغتیايي کارکوونکو ته د معاشونو او د ژمي لپاره د سون توکو اړتیاوې هم پوره کړې دي.

عزام زیاته کړه چې د پاتې ستونزو د هواري لپاره یې هم هڅې پیل کړې، ترڅو د روغتیا برخه کې اوسنی ټکنی حالت سم او په عادي ډول په مرکز او ولسوالیو کې خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

د پکتیا حوزوي روغتون يوه ډاکټر سیدابراهیم پژواک خبري اژانس ته وویل: ((لومړیو کې وضعیت لږ څه غیر نورمال و،روغتيايي کارکوونکو سره د معاشونو تشويش او د روغتيايي مرکزونو د اکمال مسله وه، خو اوس حالت بېرته ښه شوی دی.))

نوموړی وايي، روغتيايي کارکوونکي ټول بېرته راغلي او د ناروغانو تداوي په عادي ډول پر مخ وړي او د دې ترڅنګ د معاشونو ستونزه يې هم تر یو بریده هواره شوې ده.

د پکتيا اوسېدونکي وايي چې د درېيو مياشتو مخکې په پرتله د روغتيايي مرکزونو وضعيت يو څه ښه شوی چې لاهم په کې د درملو کمی موجود دی.

د دې ولايت يو تن اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((رښتيا هم درې مياشتې وړاندې په روغتيايي مرکزونو کې ډېره ګډوډي موجوده وه، ډاکتران دندو ته نه  راتلل، درمل نه و موجود او له همدې امله خلکو شخصي روغتونونو ته مراجعه کوله، چې زياتې پيسې يې هم ترې اخيستې.))

دی وايي، اوس روغتيايي مرکزونه یو څه ښه شوي، ډاکتران هم موجود دي او د ناروغانو لپاره څه ناڅه روغتيايي وسايل هم شتون لري.

په پکتيا کې شاوخوا ۶۰ لوی او واړه روغتيايي مرکزونه شتون لري چې په ځينو سيمو کې دغو روغتيايي مرکزونو ته د پکتيکا او لوګر ولايتونو اوسېدونکي هم مراجعه کوي.

Views: 60

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.