خوست ښار (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۰): خوست کې د نسايي او ولادي برخې ډاکترانو د ظرفيت لوړونې او د مور او ماشوم مړينې د کچې ټيټولو په موخه کې يو ورځنی روزنيز پروګرام جوړ شو.
د نسايي او ولادي برخې ډاکترانو ټولنې ټولنې مشرې ډاکټرې نجم السما شفاجو نن (د لېندۍ ۱۲مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه پروګرام کې د ډاکترانو او قابلو د ظرفيت لوړونې په موخه عملي او نظري مهارتونه ښودل کېږي.
دغه روزنيز پروګرام د افغانستان د نسايي او ولادي ډاکترانو ټولنې له خوا د خوست په ملکي روغتون کې جوړ او د دغه ولايت د نسايي او ولادي برخې دوو سوو ډاکترانو او قابلو په کې ګډون کړی و.
شفاجو که څه هم دا روزنه کافي نه بولي، خو زياتوي چې له لارې به يې وکولی شي تر يوه بريده په دغه ولايت کې د لنګون پر مهال د مور او ماشوم د مړينې د خطر کچه راکمه کړي.
هغې زياته کړه: ((موږ په دې امېد يو چې دوی دا درسونه په ښه توګه زده کړي او په مريضانو باندې يې تطبيق کړي. د دې په څنګ کې د ډاکترانو د ظرفیت لوړولو برخه کې موږ هڅه کوو؛ د ډاکټرانو ترمنځ يوه ښه رابطه پيدا کېږي او په منځ کې يې صميميت جوړېږي.))
د نسايي او ولادي برخې يوې ډاکټرې راضیې چې په یاد روزنيز پروګرام کې یې ګډون کړی و پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ډول پروګرامونه د تجربو زياتېدو او د نسايي او ولادي درملنې د معياري کېدو په برخو کې ډېره مرسته کولی شي..
هغه زیاته کړه: ((د پروګرام موضوعات به ډېر موثر وي، زموږ لپاره همدا ډول په ازاد بازار کې د نورو ډاکټر صاحبانو او قابله ګانو لپاره او دا به کوشش وکړي چې د مور او ماشوم د مړينې کچه راکمه کړي.))
بلخوا د خوست ملکي روغتون مسوولين وايي چې افغانستان اوس هم يو له هغو هېوادونو دی چې د زېږون پر مهال په کې د مور او ماشوم د مړينې کچه ډېره لوړه ده.
د دغه روغتون مشر ډاکټر سيد انور يوسفزي پژواک خبري اژانس ته وويل که د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې په منظم ډول ورته روزنيز پروګرامونه جوړ شي، نو مثبت اغېز به يې ډېر وي.
هغه وويل چې د ۲۰۱۷ ميلادي کال د سروې پر اساس، په افغانستان کې په هرو سلو زرو مېرمنو کې ۶۳۸ یې د لنګون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې د ګاونډيو هېوادو په پرتله دا کچه ډېره لوړه ده.
هغه دغه راز وايي: ((دا مړينه په ۲۰۱۷ کې په پاکستان کې په هرو سلو زرو مېرمنو کې ۱۴۰، په تاجکستان کې ۱۷ او په ايران کې ۱۶ وه، موږ که وغواړو د دغو هېوادونو تر یادې کچې ځان رسولی شو خو هڅې او داسې روزنیز پروګرامونه باید موجود وي چې د ډاکترانو ظرفیت لوړ کړي.))
د یادونې ده، د ياد روزنيز پروګرام ګډونوالو غوښتنه وکړه چې د کاري تجربو ډېرېدو او د پوهې لوړېدو په موخه دې په راتلونکي کې هم دا ډول پروګرامونه جوړ شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP