<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۳): د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو کې د ایران، متحده عربي اماراتو او اندونیزیا له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.</p>
<p style="text-align: justify;">د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن ویلي، د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د ساحلي فوټبال اسیا جام سیالیو په Cګروپ کې د ایران، متحده عربي اماراتو او اندونیزیا له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.</p>
<p style="text-align: justify;">د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې چې هره لوبډله لومړی، دویم او درېیم ځای خپل کړي، په مستقیم ډول به د ساحلي فوټبال نړۍوال جام سیالیو ته لاره پیدا کړي.</p>
<p style="text-align: justify;">د یادونې ده، د ساحلي فوټبال اسیا جام سیالۍ د راتلونکي ۲۰۲۵ کال د مارچ په شلمه د ټایلینډ په کوربهتوب ترسره کېږي.</p>