Language

په خوست کې د غلا او نشه يي توکو د پلور په تور ۲۳ کسان نیول شوي

خوست ښار (پژواک، ۱۵ ليندۍ ۱۴۰۰): امنيتي مسوولین وايي چې خوست کې يې د غلا او نشه يي توکو د پلورلو په تور ۲۳ کسان نیولي دي.

د خوست امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکو پرضد د مبارزې مدير مولوي محمد صابر صابري وايي چې یاد کسان د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د يو لړ ځانګړو عملیاتو پرمهال نیول شوي.

هغه چې نن د «ليندۍ په ۱۵مه» یې په همدې اړه جوړ شوي خبري کنفرانس ته خبرې کولې وويل چې په دغو کسانو کې ۱۴ يې د غلا او پاتې ۹ نور يې د نشه توکو په پلور تورن دي.

نوموړي وويل چې له نیول شویو کسانو څخه یوه اندازه نشه يي توکي هم د‌ دوی لاسته ورغلي دي.

ورته مهال د خوست امنیه قوماندان مولوي محبوب شاه قانت بيا خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د غلو، قاتلینو او نشه یي توکو پلورونکو پروړاندې یې هڅې ګړندۍ کړې دي.

نوموړي همدا ډول خبرداری ورکړ چې له راتلونکې چهارشنبې وروسته د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې له نظامي کسانو پرته د تورو ښیښو موټرو په تګ راتګ بندیز لګول شوی.

هغه وويل، که له ټاکل شوې مودې وروسته هر چا سره د تورو ښیښو موټر وليدل شو، موټر به يې ضبط او کس به د قانون منګولو ته سپارل کېږي.

Related Topics