پلخمری (پژواک، ٢٢ ليندۍ ١٤٠٠): د بغلان حکومتي مسوولین وایي چې د دغه ولايت د ولایتي روغتون یوه ډاکټره په خپل کور کې وژل شوې ده .
د بغلان ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند عبدالله ملنګ د يادې پېښې په تايید سره پژواک ته وویل چې مرضيه له دوى سره په ولايتي روغتون کې ډاکټر وه او تېره شپه په خپل کور کې وژل شوې ده.
ملنګ وایي چې مرضیه د تلوېزیوني معاینې څانګې کار کوونکې وه، پرون دندې ته راغلې وه خو سهار یې له مرګه خبر شوى دى.
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((د مرضیې جسد روغتون ته نه دی راوړل شوی، نو نه شو ويلاى چې څنګه وژل شوې ده.))
خو د بغلان د اطلاعات او فرهنګ ريیس مولوي مصطفی هاشمي وایي چې دغه ډاکټره د خپل خاوند له خوا وژل شوې ده.
هاشمي پژواک ته وویل چې تېره شپه د پلخمري ښار په چپ دریا سیمه کې یو کس خپله مېرمن چې د ملکي روغتون نرسه وه وژلې ده.
دی وایي، د امنیتي مسوولینو له خوا ورته معلومات ورکول شوي چې دغه پېښه د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې ده.
د هاشمي په وینا، د وژل شوې ښځې خاوند تښتېدلی او پولیس یې د نیولو په لټه کې دي.
Views: 193
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن