Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کابل او ولایتونو کې د هوا ککړتیا مخنیوي په موخه څارنه پیل شوې ده
ارشیف

کابل (پژواک، ۱۴ مرغومي ۱۴۰۰): د افغانستان د چاپیریال ساتنې اداره وایي چې له دې وروسته به هر ورځ د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د هوا له ککړوونکو سرچینو څارنه کیږي او له هغو سره به قانوني چلند وشي چې د هوا د ککړتیا لامل ګرځي.

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې ادارې د چاپېريالي چارو څارونکو د کابل ښار د هوا ککړتيا د مخنيوي په موخه د شپږمې ناحیې اړوند دوو لوړ پوړيزو ودانيو (انار برج او وکیل پلازا) د سون له سیسټم څخه څارنه وکړه.

سرچینې لیکلي، د دواړو ودانيو مالکينو ته د مفتشينو له خوا لازمې لارښوونې وشوې او د وکيل پلازا له خاوند څخه ليکلې ژمنه واخيستل شوه، ترڅو د سون سیسټم د دود د تصفیې فلټر ترمیم کړي.

سرچینه زیاتوي چې د دې ادارې د چاپېريالي چارو مفتيشين به له دې وروسته هره ورځ په کابل ښار او ولایتونو کې د هوا له ککړوونکو سرچينو څخه څارنه کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، له هغو کسانو سره به قانوني چلند کیږي چې د هوا ککړتيا لامل ګرځي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.