ژبه

ملګري ملتونه: اقلیمي بدلونونه د افغانستان معیشت او د خوړو خوندیتوب ګواښي

زرغونه صالحي

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۸:۲۹

Views: ۱۹

د دښتې کېدو او وچکالۍ پر وړاندې د مبارزې له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، د ملګرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د نړۍ له تر ټولو زیان‌منونکو هېوادونو څخه دی.

د هغوی په وینا، پرله‌پسې وچکالۍ، د دښتې کېدو پراخېدل، د اوبو سرچینو کمېدل او سختې هوايي پېښې د میلیونونو کسانو معیشت او د هېواد د خوړو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

د یادونې ده چې ملګرو ملتونو د جون ۱۷مه د دښتې کېدو او وچکالۍ پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ نومولې ده. د دې ورځې موخه د ځمکې د تخریب او وچکالۍ د پایلو په اړه د عامه پوهاوي لوړول او د زیانمنو شوو ځمکو د بیا احیا لپاره د حل‌لارو هڅول دي.

ملګرو ملتونو نن چهارشنبې، د غبرګولي ۲۷مه، د دې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي: «افغانستان له مخ پر زیاتېدونکو اقلیمي او چاپېریالي ننګونو سره مخ دی چې په زیاتېدونکي ډول پر معیشت، د خوړو پر خوندیتوب او ټولنیز ثبات اغېز کوي؛ وچکالي او د اوبو کمښت لا هم تر ټولو پراخ ګواښونه بلل کېږي.»

د سرچینې په وینا، د هېواد تر نیمايي ډېر نفوس له دې وضعیت څخه اغېزمن دی او د اوږدمهالو وچکالیو دورو کرنه، چې د کلیوالي معیشت بنسټ جوړوي، سخت زیانمنه کړې ده.

سرچینې زیاته کړې چې په ختیځو ولایتونو، لکه ننګرهار کې، بزګران د کرنیزو حاصلاتو د تکراري له منځه تلو راپور ورکوي، په داسې حال کې چې د اوبو سرچینو کمښت د ځمکې او اوبو پر سر سیالي لا زیاته کړې ده.

په اعلامیه کې د سږ کال شعار «څړځایونه: وپېژنئ، ارزښت یې درک کړئ او بیا یې احیا کړئ» ته په اشاره ویل شوي چې څړځایونه د مالدارو ټولنو او د افغانستان د ایکوسیستم لپاره حیاتي ارزښت لري، خو د هغو لویه برخه زیانمنه شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي، د دغو سرچینو د ارزښت درک، د سیمه‌ییزې پوهې درناوی او د څړځایونو په بیا احیا کې پانګونه کولی شي د اقلیمي ننګونو پر وړاندې د مقاومت په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

سرچینې لیکلي: «د ځمکې د دوامدار مدیریت د ملاتړ او د ټولنو، په ځانګړې توګه د ښځو، د پیاوړتیا له لارې کولی شو نن له ایکوسیستمونو ساتنه وکړو او د راتلونکو نسلونو لپاره یو لا پایدار راتلونکی جوړ کړو.»

د اعلامیې په پای کې راغلي چې ملګرو ملتونو د دې موضوع ستراتیژیک اهمیت ته په کتو، ۲۰۲۶ کال د څړځایونو او مالدارانو د نړیوال کال په توګه اعلان کړی دی.