کابل (پژواک، ۴ غويی ۱۴۰۵): د افغانستان د چاپېریالساتنې ملي اداره وایي چې په استانه کې د «غرونه او اقلیمي بدلونونه» تر سرلیک لاندې غونډه کې په غرنيو سيمو کې له چاپېریالي ګواښونو سره د مقابلې لپاره، په ځانګړي ډول افغانستان کې د همکاریو پر پراختيا ټینګار شوی دی.
د افغانستان د چاپېریالساتنې ملي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ادارې عمومي رئیس مولوي مطیعالحق خالص له خپل مل پلاوي سره د «غرونه او اقلیمي بدلونونه: له زیانمنونکي حالت څخه تر دوامدارې پراختیا» تخصصي غونډه کې ګډون وکړ.
سرچینه زياتوي، په دې غونډه کې ګډونوالو په غرنیو سیمو کې د اقلیمي بدلونونو له امله د رامنځته شوو ستونزو او ګواښونو په اړه، لکه د محلي ټولنو زیاتېدونکی زیانمنونکی حالت، د اوبو سرچینو کمېدو او د اکوسیسټمونو تخریب په اړه بحث او خبرې وکړې. همداراز د حیاتي سرچینو په برابرولو او د چاپېریال د توازن په ساتلو کې د غرونو پر مهم رول ټینګار وشو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د افغانستان پر چاپېریالي وضعیت او د نړیوالې ټولنې د لا زیاتې پاملرنې پر اړتیا هم ټینګار شوی دی. له اقلیمي بدلونونو سره د سازګارۍ برخه کې د تخنیکي همکاریو پیاوړتیا او د پانګونې زیاتوالی هم له مهمو موضوعاتو ګڼل شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې د دې غونډې په پای کې یو شمېر وړاندیزونه نړیوالو پلټفارمونو ته وړاندې شول چې له مخې یې غرنۍ سیمې د اقلیمي پانګونو لپاره د لومړیتوب لرونکو سیمو په توګه وپېژندل شي.
همداراز، دې سیمو ته د مستقیم تخنیکي ملاتړ وړاندې کولو لپاره د اغېزناکو میکانيزمونو رامنځته کول هم د ګډونوالو د ټینګار برخه وو.
د افغانستان د چاپېریالساتنې ملي ادارې دا غونډه د غرنیو سیمو د ساتنې اهمیت ته د نړیوالې پاملرنې د جلب او د اقلیمي بدلونونو په شرایطو کې د دوامدارې پراختیا د هڅو د پیاوړتیا برخه کې یو مهم ګام بللی دی.
د یادونې ده، دا غونډه د روان کال د غويي په دویمه نېټه د قزاقستان په استانه ښار کې پیل شوې وه او نن (جمعه، ۴ ثور) پای ته ورسېده. په دې غونډه کې د منځنۍ اسیا هېوادونو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و او د ګډو چاپېریالي ستونزو په اړه یې بحثونه وکړل.