ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قزاقستان ولسمشر په دغه هېواد کې بېړنۍ حالت اعلان کړ

د قزاقستان ولسمشر په دغه هېواد کې بېړنۍ حالت اعلان کړ

author avatar
6 Jan 2022 - 15:01
د قزاقستان ولسمشر په دغه هېواد کې بېړنۍ حالت اعلان کړ
author avatar
6 Jan 2022 - 15:01

کابل (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۰): په قزاقستان کې له پراخو لاریونونو او د یادو لاریونونو له پراخېدو او د ولسمشرۍ مقام او الماتا ښاروالۍ د ودانۍ سوځولو وروسته د یاد هېواد ولسمشر د روسیې په مشرۍ د ګډ امنیتي تړون له سازمانه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایوف تېره شپه په څو ساعتونو کې دوه ځلې د ټلویزیون پر پرده راښکاره شوی ویې ویل، هېواد یې له ترهګریز ګواښ سره مخ شوی او له یادو لاریونونو وروسته نوموړي په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ.

تېر سهار د قزاقستان ولسمشر حکومت منحل کړ او لومړی یې د دغه هېواد په پلازمېنه الماتا «نور سلطان»، او څو نورو ښارونو کې بېړنی حالت اعلان کړ، وروسته یې د شپې مهال په ټول هېواد کې د بېړني حالت خبر ورکړ.

د مسکو په مشرۍ امنیتي تړون د قزاقستان د ولسمشر جومارت توقایوف له غوښتنې څو ساعته وروسته اعلان وکړ چې قزاقستان ته به سوله ساتي ځواکونه ولېږي.

په یاد سازمان کې د روسیې او قزاقستان په ګډون تاجکستان، ارمنستان، قرغیزستان او بلاروس هېوادونه هم غړيتوب لري.

ویل کېږي چې یاد لاریونونه د مایع ګازو بیې لوړېدو، اداري فساد، بېکارۍ او کم معاش په غبرګون کې تېره شنبې د یاد هېواد له لوېدیځه پیل شو او په وروستیو ورځو کې په څو ښارونو کې د امنیتي ځواکونو او لاریون کوونکو ترمنځ نښتې هم رامنځته شوې دي.

د قزاقستان ولسمشر په خپله دویمه وینا کې لاریون کوونکو ته په اشاره وویل، هر ډول سخت اقدام به ترسره کړي چې خلک او هېواد یې وساتي.

په اصل کې قاسم جومارت توقایوف دغه ګواښ هغه لاریون کوونکو ته کړی چې له څو ورځو راهیسې د قزاقستان په پلازمېنه او څو نورو ښارونو کې واټونو ته راوتلي او لاریونونه کوي.

د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې اته پولیس او ملي ګارد منسوبین په نښتو کې وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر ټپیان دي، پولیس د لاریون کوونکو پر وړاندې له اوښکې بهوونکي ګاز او پلاستیکي مرمیو استفاده کړې ده.

د یادونې ده، قزاقستان د مرکزي اسیا له بډایه هېوادونو دی او ټولیز نفوس یې ۱۸٬۷۵۵٬۰۰۰ کسان اټکل شوی دی.

Views: 45

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.