ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

برېښنا شرکت خپلو لویو پوروړو ته خبرداری ورکړی

برېښنا شرکت خپلو لویو پوروړو ته خبرداری ورکړی

author avatar
10 Jan 2022 - 17:31
برېښنا شرکت خپلو لویو پوروړو ته خبرداری ورکړی
author avatar
10 Jan 2022 - 17:31

کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۰): برېښنا شرکت یو ځل بیا له ټولو پخوانیو دولتي چارواکو، سیاستوالو او زورواکو غوښتي چې د برېښنا د لګښت پیسې ورکړي.

د هېواد د برېښنا شرکت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ټولو پخوانیو دولتي پوروړو، سیاستوالو او زورواکو غوښتي چې په پاتې موده کې خپل پورونه ادا کړي؛ که نه نو د کابینې د پرېکړې له مخې به ورسره چلند وشي.

د افغانستان برېښنا شرکت د یادې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «رهبرۍ «د افغانستان برېښنا شرکت» د یوې خبري ناستې په ترڅ کې سیاستوالو، زورواکو او د تېرې ادارې پوروړي چارواکو ته د برېښنا د لګښت پیسو ورکولو لپاره یوه میاشت وخت ورکړی و، خو لکه څرنګه چې لیدل کېږي ډېر شمېر سیاسیون، زورواکي او مخکني چارواکي چې له څو کلونو راهیسې یې د برېښنا بېلونه نه دي ورکړي، د خپلو پورونو د ورکولو لپاره وروستی فرصت هم له لاسه ورکوي.»

دغه شرکت زیاته کړې که دغه کسان خپل پورونه ورنه کړي، د کابینې د پرېکړې له مخې به له ورسره قانوني اجراات وشي.

له دې مخکې د کابینې په ناسته کې پرېکړه شوې وه چې برېښنا مکلف دی چې د هغو پخوانیو سیاستوالو، زورواکو او چارواکو د شتمنیو د خرڅلاو او کرایې لپاره پلان جوړ او د کابینې ناستې ته یې وړاندې کړي چې د برېښنا شرکت له اعلان سره سره یې خپل پورونه نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د برېښنا شرکت د پوروړو نومونه نه دي په ډاګه شوي؛ خو زياته کړې یې ده چې دغه کسان د خپلو کورونو او دفترونو د برېښنا لګښت له امله پوروړي دي.

له دې مخکې د برېښنا شرکت چارواکو ویلي وو چې د دغه شرکت پېرودونکي د برېښنا د لګښت له امله شاوخوا ۶۲ میلیونه ډالره پوروړي دي چې ‎سیاسیون، پخواني دولتي چارواکي، زورواکي، صنعتکاران او سوداګر د دغه شرکت له لویو پوروړو دي.

Views: 20

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.