کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۰): برېښنا شرکت یو ځل بیا له ټولو پخوانیو دولتي چارواکو، سیاستوالو او زورواکو غوښتي چې د برېښنا د لګښت پیسې ورکړي.
د هېواد د برېښنا شرکت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ټولو پخوانیو دولتي پوروړو، سیاستوالو او زورواکو غوښتي چې په پاتې موده کې خپل پورونه ادا کړي؛ که نه نو د کابینې د پرېکړې له مخې به ورسره چلند وشي.
د افغانستان برېښنا شرکت د یادې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «رهبرۍ «د افغانستان برېښنا شرکت» د یوې خبري ناستې په ترڅ کې سیاستوالو، زورواکو او د تېرې ادارې پوروړي چارواکو ته د برېښنا د لګښت پیسو ورکولو لپاره یوه میاشت وخت ورکړی و، خو لکه څرنګه چې لیدل کېږي ډېر شمېر سیاسیون، زورواکي او مخکني چارواکي چې له څو کلونو راهیسې یې د برېښنا بېلونه نه دي ورکړي، د خپلو پورونو د ورکولو لپاره وروستی فرصت هم له لاسه ورکوي.»
دغه شرکت زیاته کړې که دغه کسان خپل پورونه ورنه کړي، د کابینې د پرېکړې له مخې به له ورسره قانوني اجراات وشي.
له دې مخکې د کابینې په ناسته کې پرېکړه شوې وه چې برېښنا مکلف دی چې د هغو پخوانیو سیاستوالو، زورواکو او چارواکو د شتمنیو د خرڅلاو او کرایې لپاره پلان جوړ او د کابینې ناستې ته یې وړاندې کړي چې د برېښنا شرکت له اعلان سره سره یې خپل پورونه نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د برېښنا شرکت د پوروړو نومونه نه دي په ډاګه شوي؛ خو زياته کړې یې ده چې دغه کسان د خپلو کورونو او دفترونو د برېښنا لګښت له امله پوروړي دي.
له دې مخکې د برېښنا شرکت چارواکو ویلي وو چې د دغه شرکت پېرودونکي د برېښنا د لګښت له امله شاوخوا ۶۲ میلیونه ډالره پوروړي دي چې سیاسیون، پخواني دولتي چارواکي، زورواکي، صنعتکاران او سوداګر د دغه شرکت له لویو پوروړو دي.
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن