کابل (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۰): د افغانستان د تکواندو مشر او د جمهوریت روغتون ډاکټر نجیب الله سکندر له دوو ورځو راهيسې په کابل ښار کې نادرکه شوی دی.
د تکواندو د ملي ټېم روزونکي بشیر تره کي پژواک خبري اژانس ته وویل چې سکندر له دوو ورځو راهيسې د کابل ښار له پنځمې حوزې نادرکه شوی دی.
دی وایي چې سکندر ماخوستن مهال له روغتونه کور ته پر لاره نادرکه شوی دی.
دی وایي: «موږ امنیتي ځواکونو ته مراجعه وکړه، هغوی خپله هم پسې ګرځي، دا حتماً د غلو او اختطاف چیانو کار دی.»
خو امنیتي ارګانونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP