ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې د څارویو د مسلخ او ګنج جوړولو چارې پيل شوې

په خوست کې د څارویو د مسلخ او ګنج جوړولو چارې پيل شوې

author avatar
25 Jan 2022 - 18:35
په خوست کې د څارویو د مسلخ او ګنج جوړولو چارې پيل شوې
author avatar
25 Jan 2022 - 18:35

خوست (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۰): په خوست ښار کې د یوه معیاري مسلخ او د څارویو د پېر او پلور د یوه ګنج جوړولو چارې پيل شوې.

دغه مسلخ او ګنج د یاد ولایت د یوه پانګه وال په شخصي پانګه د مرکز اړوند په ماټۍ سیمه کې پر ۲۰ جریبه ځمکه جوړېږي.

د خوست ښاروال قاري بسم الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د مسلخ او ګنج جوړولو چارې تر راتلونکو درېیو میاشتو بشپړېږي چې ټول څلور میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راځي.

هغه زیاته کړه، مسلخ به د حلالې مجهز ځای، د ویټرنر او ښاروالۍ د کار کوونکو د څار خونه، د وینې د تصفیې زېرمه او نور د اړتیا وړ ملحقات ولري.

دی وايي، دغه مسلخ به د ښار په کچه د کوچنیو او لویو څارویو د حلالولو اسانتیاوې ولري، ګومارل شوی ټیم د غوښې صحي چیک کوي او وروسته به د ښار تر پلورنځيو رسول کېږي.

د نوموړي په وینا، د دغه ځای له جوړېدو وروسته هیچا ته اجازه نه ورکوي چې په خپل سر په بل ځای کې څاروي حلال او پېر او پلور یې تر سره کړي.

عنایت الله چې دغه مسلخ په خپله شخصي پانګه جوړوي، پژواک ته وویل، په مسلخ او ګنج کې به ټولې هغه اسانتیاوې موجودې وي چې اړینې دي.

هغه زیاته کړه، په خوست کې یوه معیاري مسلخ او د څارویو د پېر او پلور ګنج ته له ډېره وخته اړتیا وه.

دی وايي، مخکې به څاروي حلالېدل خو دا نه وه معلومه چې روغ دی که ناروغ، اوس به دلته د څارویو له پېر او پلور تر حلالې ټولې چارې په معیاري بڼه تر سره کېږي.

د محمد حکیم په نوم د خوست ښار یوه قصاب پژواک ته وویل، د دغه مسلخ او ګنج له جوړېدو سره به صحي غوښې بازار ته وړاندې شي.

هغه زیاته کړه، مخکې په دې برخه کې ګډوډي وه چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي وو.

په خوست ښار کې په داسې حال کې د یوه معاري مسلخ او د څارویو د ګنج جوړولو چارې پيل شوې چې څو ورځې مخکې د ښار اوسېدونکو د غیر صحي غوښو د پېر او پلور او د یوه معیاري مسلخ د نشتوالي په اړه شکایتونه کړي وو.

 

Views: 40

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.