Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د دایکنډي ښاروالۍ ښاروال او څلور کارکوونکي د رشوت اخیستو په تور نیول شوي

نیلي (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۰): په دایکنډي کې مسوولینو خبر ورکړی چې د دغه ولایت ښاروال د رشوت اخیستو په تور له دندې ګوښه شوی، د دې ادارې څلور کارکوونکي هم له صلاحیتونو د ناسمې استفادې او له خلکو د اخاذۍ په تور نیول شوي دي.

د صفوفو د تصفیې کمېسیون رییس عبدالله فیضاني او د دایکنډي د استخباراتو رییس پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت ښاروال احمدخان تیموري له کره اسنادو سره د رشوت اخیستو، د دندې د ناوړه استفادې او له خلکو د ناقانون پیسو ټولولو په تور د استخباراتو له خوا لومړی نیول شوی او وروسته له دندې لرې شوی دی.

نوموړي روښانه کړه چې د یادې ادارې څلور کارکوونکي هم د دندې له صلاحیتونو د ناسمې استفادې او له خلکو د اخاذۍ په تور نیول شوي دي.

فیضاني زیاته کړه: ((مالي مدیر حنیف رووفي، د املاکو مدیر طالب حسین امیري، د عوایدو مدیر قاري مبین او دایکنډي ښاروالۍ ادارې د تخنیک مدیر محمد مظفري هم په ورته تورونو نیول شوي دي.))

د ده په خبره، له نیول شوو کسانو څېړنې پیل شوې او دندې یې ځنډول شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.