کابل (پژواک، ١٥ سلواغه ١٤٠٠): د ملګرو ملتونو یوه جګپوړي چارواکي ویلي چې دوی د افغانستان په نړیوال بانک کې ۱۳۵ میلیون امریکايي ډالر لري، خو په خبره یې استفاده ترې نه شي کولاى.
د رویټرز خبري آژانس نن د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د مشر عبدالله الدرداري له قوله ویلي چې د افغانستان بانک نه شي کولای دغه پېسې په افغانۍ واړوي.
نوموړي زیاته کړې چې ملګرو ملتونو امریکايي ډالر دغه هیواد ته وړي او د افغانستان نړیوال بانک ته سپارلي دي.
هغه ویلي چې د افغانستان بانک ژمنه کړې وه چې دغه پیسې به په اتوماتیک ډول په افغانیو بدلیږي، خو په خبره یې تر اوسه دا کار نه دی شوی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن