کابل (پژواک، ١٥ سلواغه ١٤٠٠): د ملګرو ملتونو یوه جګپوړي چارواکي ویلي چې دوی د افغانستان په نړیوال بانک کې ۱۳۵ میلیون امریکايي ډالر لري، خو په خبره یې استفاده ترې نه شي کولاى.
د رویټرز خبري آژانس نن د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د مشر عبدالله الدرداري له قوله ویلي چې د افغانستان بانک نه شي کولای دغه پېسې په افغانۍ واړوي.
نوموړي زیاته کړې چې ملګرو ملتونو امریکايي ډالر دغه هیواد ته وړي او د افغانستان نړیوال بانک ته سپارلي دي.
هغه ویلي چې د افغانستان بانک ژمنه کړې وه چې دغه پیسې به په اتوماتیک ډول په افغانیو بدلیږي، خو په خبره یې تر اوسه دا کار نه دی شوی.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر عبدالله الدرداري ویلي: "د افغانستان په نړیوال بانک کې ۳۰ میلیون ډالر بند دي، نشو کولای چې هغه په افغانیو بدلې کړو، بېله افغانیو لکه څنګه چې فکر کوی، نشو کولای خپل کارونه مخته یوسو."
هڅه مو وکړه چې د يادو څرګندونو په اړه د افغانستان د مرکزي بانک نظر ترلاسه کړو خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
دا په داسې حال کیده چې د افغانستان سرپرست حکومت په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه بند کړې ده.
له بل لوري د پخواني حکومت تر سقوط وروسته د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان لس ميليارده ډالره پانګه کنګل کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې متحدو ایالتونو د چهار شنبې په ورځ ویلي و چې نړیوال بانکونه کولای شي د بشري اهدافو لپاره افغانستان ته پیسې واستوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










