چاریکار (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۰): د سالنګ لویه لاره چې د ډېرې واورې له امله بنده شوې وه، بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست وایي چې یاده لار له ۲۴ ساعتونو وروسته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رییس عبید وایي چې تېره شپه نهه بجې په سالنګونو کې واوره او توپان ډېر شو نو د وضعیت په ښه کېدو سره له یادې لارې د واورې پاکول پیل شول چې په پایله کې یاده لاره تېره شپه دوه بجې د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.
دغه لار د هندوکش په لوړو غرونو کې له بغلان او پروان ولایتونو له یوه تونله چې ۲،۷ کیلومتره اوږدوالی لري، تېرېږي.
په ژمي کې پر یاده لاره تګ راتګ له خطرونو سره مخ وي.
د ۱۳۸۸ کال د سلواغې په میاشت کې په سویلي سالنګ کې د زیاتې واورې او توپانونو له امله ۱۷۰ کسان مړه او ۱۲۵ نور ټپیان شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP