چاریکار (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۰): د پروان امنیې قوماندانۍ له انسان تښتوونکو د یوه سوداګر راخوشي کولو خبر ورکوي او وایي چې د ځانګړو عملیاتو په پایله کې یو انسان تښتوونکی وژل شوی او دوه نور نیول شوي دي.
د پروان د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، یاد سوداګر حاجي رجب خان نومېږي چې دوه ورځې مخکې د چاریکار له ښاره تښول شوی و او انسان تښتوونکو یې د خلاصون له کورنۍ دوه میلیونه ډالرغوښتي وو.
د سرچینې د معلوماتو پر اساس، امنیتي ځواکونو نوموړی پرون مازدیګر په ځانګړو عملیاتو کې د یاد ولایت د جبل السراج ولسوالۍ اړوند په یوه کور کې پیدا کړی دی.
سرچینه زیاتوي، په دغوعملیاتو کې د معروف په نوم یو انسان تښتوونکی چې د جبل السراج ولسوالۍ اوسېدونکی و، وژل شوی او دوه نور نیول شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو له تښتوونکو ۱۱۶۰۰ ډالر، ۱۵۲۴۷۰ افغانۍ، څلور کلاشینکوفونه، یو نارنجک او یوه انګریزي تومانچه ترلاسه کړي دي.
د یادونې ده، دوه اوونۍ مخکې د د فاروق په نوم د جبل السراج ولسوالۍ یو اوسېدونکی هم چې بیا د ۲۰زره امریکایي ډالرو په بدل کې بېرته راخوشی شو، تښتول شوی و.
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن