Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سرپرست حکومت پلاوي دوحه کې د اتحاد علماء المسلمین له مشر سره کتلي دي

د سرپرست حکومت پلاوي دوحه کې د اتحاد علماء المسلمین له مشر سره کتلي دي

author avatar
15 Feb 2022 - 11:06
د سرپرست حکومت پلاوي دوحه کې د اتحاد علماء المسلمین له مشر سره کتلي دي
author avatar
15 Feb 2022 - 11:06

کابل (پژواک، ۲۶ سلواغه ۱۴۰۰): د افغانستان سرپرست حکومت لوړ رتبه پلاوي تېرماښام په دوحه کې د اتحاد علماء المسلمین  له مشر، غړو او د کوربه هېواد له یو شمېر علماوو سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د یادو څرګندونو ترڅنګ راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشري او استازولي د غونډې له برخوالو غوښتنه وکړه چې نظرونه، مشورې او ملاحظې ورسره شریکې کړي.

خبرپاڼه زیاتوي، د غونډې برخوالو په خپلو ویناوو کې په افغانستان کې د نوي حکومت کورنۍ او بهرنۍ پالیسي وستایله او له اسلامي ارشاداتو سره مطابق یې وبللـه.

 دوی زیاته کړه چې نوي حکومت د عمومي عفوې په ابتکار سره د سترو ځاني، مالي او اجتماعي مشکلاتو مخه ونیوله.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.