کابل (پژواک، ۲۶ سلواغه ۱۴۰۰): د افغانستان سرپرست حکومت لوړ رتبه پلاوي تېرماښام په دوحه کې د اتحاد علماء المسلمین له مشر، غړو او د کوربه هېواد له یو شمېر علماوو سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د یادو څرګندونو ترڅنګ راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشري او استازولي د غونډې له برخوالو غوښتنه وکړه چې نظرونه، مشورې او ملاحظې ورسره شریکې کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، د غونډې برخوالو په خپلو ویناوو کې په افغانستان کې د نوي حکومت کورنۍ او بهرنۍ پالیسي وستایله او له اسلامي ارشاداتو سره مطابق یې وبللـه.
دوی زیاته کړه چې نوي حکومت د عمومي عفوې په ابتکار سره د سترو ځاني، مالي او اجتماعي مشکلاتو مخه ونیوله.
په خبرپاڼه کې راغلي چې علماوو د افغانستان سرپرست حکومت پلاوي ته ګڼې توصیې وکړې او د افغان ولس د دیني، تعلیمي، اجتماعي، مسلکي او اقتصادي ظرفیتونو د لوړېدو په باب یې مشورې ورکړې.
د یادونې ده چې د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشري یو پلاوی دوه ورځې مخکې د خلیجي هېوادونو او اروپايي ټولنې له استازو سره د لیدنو په موخه د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










