کابل (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۰): د زمري ۲۴مه هغه ورځ ده چې د افغانستان سیاسي نظام په کې بدل شو او د جمهوریت ځای اسلامي امارت ونیو، خو اوس وروسته له بدلونه په افغانستان کې څه بدلونونه راغلي؛ په امنیت، اقتصاد، داخلي او بهرني سیاست کې څه بدلونونه راغلي. نظامي، اقتصادي او د سیاسي مسایلو کارپوهان او د مخکني حکومت مسوولین څه ویل لري او د اوسني حکومت د مسوولینو ځواب هغو ته څه شی دی.
په دغه راپور کې مو د اسلامي امارت د حاکمیت نیم کلنه دورې افغانستان مو تر تحلیل او څېړنې لاندې نیولی چې په دغو شپږو میاشتو کې یې خلکو ته څه ورکړل او له خلکو یې څه واخیستل؟
سیاست
د سیاسي چارو کارپوه امان الله پیمان وایي، د نړیوالې ټولنې له خوا د اوسني حکومت پر رسمیت نه پېژندل د یوه حکومت په توګه د سیاسي او ډيپلوماتیکو اړیکو نه لرل د افغانستان لپاره یو لوی سیاسي بحران دی.
هغه زیاتوي، اسلامي امارت دې خپلې مخکنۍ دورې ته په کتو باید داسې یو حکومت جوړ کړي چې د دیني، نړیوالو او بشري حقونو له معیارونو او علمي پرمختګونو او ټنکالوجۍ سره سم وي.
په همدې حال کې هغه له اوسني حکومته غواړي چې د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د خلکو قناعت لاس ته راوړي او یو ټولګډون حکومت جوړ کړي.
د سیاسي چارو یو بل کارپوه ودیر ساپی وایي، د غني د حکومت له منځه تلل او د اوسني حکومت حاکمېدل کولی شي چې یو مثبت بدلون و اوسي خو که مثبت ګامونه وا نه خیستل شي، دغه کار کولی شي اوضاع نوره هم خرابه کړي.
هغه زیاتوي، خلک په مخکني حکومت کې له ډېر فساد او د امنیت له نه شتونه تر پزې راغلي وو.
د هغه له نظره، په تېرو شپږو میاشتو کې د قانون نه موجودیت لوی نقض و، هغه پر اوسني حکومت د نیوکې ترڅنګ وایي: «تر اوسه یاد حکومت نه دی توانېدلی چې ځان یو سیاسي رژیم اعلان کړي.»
هغه زیاته کړه: «دا سمه ده چې الهي قانون موجود دی او قران یو بشپړ کتاب دی، خو د هغه تفسیر عامو خلکو ته اسانه او ساده کار نه دی او پرې پوهولو ته اړتیا لري، نو له همدې امله باید د نن ورځې شرایطو ته په کتو سره قانون جوړ شي.»
هغه زیاتوي، نور اسلامي ملکونه د اسلامي قوانینو ترڅنګ مدني قانون، جزایي قوانین او د ټولنې لپاره د پرمختګ قوانین لري، نو ولې افغانستان یې ونه لري.
د هغه په نظر، په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان د بهرني سیاست دستګاه د رسمیت پېژندنې او د بشري ناورین منخنیوي لپاره د مرستو په راجلبولو کې هڅې کړې دي.
د هغه په اند چې د اداري فساد، جنایي جرمونو او د وژنو مخنیوی او سراسري امنیت د اوسني حکومت لویې لاسته لاوړنې دي.
خو هغه پر وروستیو نیونو او انسان تښتوونو د نیوکې ترڅنګ وایي، اوس د اسلامي امارت حکومت د هېواد د حکومت په توګه مسوول دی او باید ځان مسوول وګڼي.
ساپی د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې تر اوسه د افغانستان حکومت د نړۍ د حکومتونو له خوا پر رسمیت نه دی پېژندل شوی؟ وويل، له هغو هېوادونو سره معیارونه موجود دي څو وویني چې د افغانستان اوسنی حکومت د خلکو حقونه ورکوي او د ښځو حقونو ته احترام لري او که نه.
د هغه په نظر، اوسنی حکومت د مشروعیت لاسته راوړلو په خاطر باید د هېواد له ټولو ولایتونو استازي راټول کړي او خپل مشروعیت دې له هغو واخلي خو هغه نیوکه کوي او وایي، دا کار ولې دوی نه کوي ایا پر خپل ځان اعتبار نه لري؟
خو د حکومت ویاندویانو بار بار ویلي چې اوسنی حکومت د خلکو له ملاتړه برخمن دي او ډېر ژر به د نړیوالې ټولنې له خوا پر رسمیت وپېژندل شي.
امنیت
د دفاع وزارت مخکنی ویاند محمد رادمنش وایي، د افغانستان مخکنۍ اردو تشکیل له ۲۰۰۲ کال څخه د میلیونونو ډالرو په لګولو سره پیل شو.
د هغه په خبره، ۲۲زره جنګي او انتقالي وسایط، ۲۲۷ ثابتې الوتکې او په سلګونه زره وسلې موجودې وې چې د اوسني حکومت په حاکمېدو سره طالبانو ته پاتې شول.
رادمنش ادعا وکړه چې د یادو وسلو او وسایلو ډېره برخه له هېواده بهر ته قاچاق شوي دي.
د هغه په نظر، د اوسني حکومت له حاکمیت وروسته سم اقدامات نه دي شوي او په اردو کې د متخصصو او مسلکي کسانو په نه شتون سره نه شي کولی چې د افغانستان اردو خپلو عنعنوي دندو ته چې ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د هېواد ازادي ده، کامیاب کړي.
خو د د فاع وزارت اوسنی ویاند عنایت الله خوارزمي وایي، مخکنۍ ادارې دوی ته پرته له بې نظمۍ بل څه نه دي پرېیښي.
د هغه په خبره، د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې د اردو نږدې ۸۰ سلنه تشکیل بشپړ شوی او ۴۰ الوتکې یې ترمیم کړې دي.
له بلې خوا، هغه له هېواده د وسلو او نظامي وسایطو د قاچاق خبره ردوي خو زیاتوي کېدای شي چې جزوي موارد وجود ولري خو د اسلامي امارت مسوولین یاده موضوع په جدیت سره تعقیبوي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي څو د افغانستان له پانګې سوء استفاده وکړي.
خوارزمي زیاتوي، همدا اوس ۹۰ سلنه د مخکنۍ اردو نظامیان له دوی سره په مسلکي او اداري برخو کې کار کوي، که څه هم له دوی سره په مستقیمو جګړو کې هم وو، خو هغه زیاتوي چې د نوې اردو په تشکیلاتو کې د اړتیا پر مهال به له هغوی هم استفاده وشي.
د هغه په خبره، د دفاع وزارت هڅه کوي چې یوه مستقله، مجهزه او قوي اردو جوړه کړي څو د بهرنیانو له مرستو پرته له خپله هېواده دفاع وکړي.
په همدې حال کې د تصفیې کمېسیون رییس لطف الله حکیمي وایي، په یاد کمېسیون کې یې د کار له پیله تر اوسه ۴۲۰۰ کسان د اسلامي امارت له صفونو ايستلي دي.
هغه له استفاده کوونکو خلکو د یاد کمېسیون د عزم په اړه زیاتوي: «هر هغه عنصر چې د اسلامي امارت د بدنامۍ په خاطر کار کوي، د اسلامي امارت له صفوفو څخه ايستل کېږي.»
هغه په دې موده کې د ۲۸۰۰ شکایتونو ته د رسېدنې په اړه وایي او ډاډ ورکوي چې د ټولو خلکو شکایتونو به رسېدنه وشي.
اقتصاد
د اقتصادي چارو کارپوه ناصر محتسب زاده وایي، د اسلامي امارت حاکمېدل د پیسو له کنګل کېدو او د بانکي سیستم له خرابېدو سره مل و، د نړیوالې ټولنې له خوا د اوسني حکومت پر رسمیت نه پېژندلو او د نړیوالو مرستو درېدو اقتصادي وده له درېدو سره مخ کړې ده.
خو د نوموړي په اند، د مسوولینو له خوا خپروو شوو شمېرو ته په پام، د اداري فساد د له منځه تلو او د دولتي عایداتو د حیف و میل کېدو د مخنیوي له امله د تېر کال په پرتله د حکومت عایدات لوړ شوي دي.
خو نوموړی روښانوي: ((د خلکو په ورځني ژوند کې د عایداتو دغه ډېروالی نه ګورو.))
په ورته وخت کې نوموړی د امریکا له خوا د افغانستان د پیسو کنګل کېدو ته په اشاره وايي: ((دغه پیسې د افغانستان دي، نه د مخکني حکومت دي نه د اوسني، د یادو پیسو کنګل پاتې کېدل د افغانستان د خلکو په حق کې جفا ده.))
هغه له نړیوالې ټولنې غواړي چې اوسني حکومت سره د سیاست د تغییر په برخه کې نرمي وښيي، په ورته وخت کې له اوسني حکومته غواړي چې په خپل داخلي او بهرني سیاست کې مثبت بدلون رامنځته کړي څو د مرستندویه بنسټونو رضایت ترلاسه کړي.
هغه ټینګار لري چې: ((هغه مهال اقتصادي ودې ته رسېږو چې کاري فرصتونه رامنځته کړو.)) د ده په خبره، «تر هغې چې بنسټیزې پروژې پیل نه کړو، د زراعت او صنعت برخې فعالې نه کړو او مغزونو د تېښتې مخه ونه نیول شي، اقتصادي ودې ته نه رسېږو.))
د ده په اند، په اوسنیو شرایطو کې یوازېنۍ لار دا ده چې «له نړۍ او د نړیوالې ټولنې له سیاستونو سره په همغږۍ حرکت وکړو او د مرستندویه بنسټونو باور بېرته ترلاسه کړو.))
ومو غوښتل چې د هېواد اقتصادي سکټور په برخه کې د حکومتي مسوولینو نظر ولرو، خو له پرله پسې اړیکو سربېره هم پر دې کار بریالي نه شوو.
خو حکومتي چارواکو ويلي، داسې پروګرامونه په پلان کې لري چې ورسره به د افغانستان اقتصادي حالت ښه شي.
ښځې او مدني فعالانې
مرضیه حفیظي خبریاله وه او اوس مهال د جامو برنډ لري، د دې په اند، ښځې په تېرو شپږو میاشتو کې د دې ترڅنګ چې څه یې نه دي ترلاسه کړي، ډېر څه یې له لاسه ورکړي دي.
د هغې په خبره، په دې موده کې محدودیتونه ډېر شوي، د ښوونیزو مرکزونو دروازې د نجونو پر مخ تړلې دي، هغه کسان چې په بېلابېلو برخو کې یې کار کاوه، اوس په کور ناست دي او راتلونکی یې نامعلوم دی.
هغې د مخکني حکومت له سقوط مخکې پر کوچنۍ سوداګرۍ بوخته وه، له سیاسي بدلون وروسته یې کار ته دوام ور نه کړ، خو درې میاشتې وروسته یې بېرته خپله سوداګري پیل کړې ده.
حفیظي وايي، په لومړیو ورځو کې وېره ډېره وه، ډېری ښځو خپل کار ته دوام ور نه کړ، خو اوس له امنیتي لحاظه امنیت ښه شوی، خو د محدودیتونو موجودیت د دوی کار هم محدود کړی دی.
د دې په باور، په نظامونو کې تحول رامنځته کېدل یو اصل دی، خو ژوند دوام لري دغه تحول باید خلکو ته د ژوند شرایط سخت نه کړي.
هغې روښانه کړه: ((سمه ده چې هر نظام خپل قوانین لري، خو قوانین باید داسې نه شي چې د هېواد وګړي له ژوند او کار کولو زړه توري کړي.))
حفیظي د اوسني حکومت له مسوولینو غواړي چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، خصوصي حریم او ښځو ته درناوی ولري او بیان ازادی ته پابند پاتې شي.
د دې په خبره، هيڅ افغان نه غواړي خپل هېواد پرېږدي، خو دا چې مجبور شي.
مدني فعاله سمیرا خیرخواه وايي، د اسلامي امارت د حکومت نیم کال کې د بانکي نظام ګډوډي، ادارو کې د متخصصینو او شخصیتونو حضور نه لرلو، د ښوونیزو مرکزونو د بېرته فعالېدو برخه کې د پلان نه لرلو، بې قانونۍ او پر افغان ښځو د محدودیونه موجود و.
په ورته وخت کې نوموړې د «طالبانو» د مخکنۍ دورې محدودیتونو ته د بېرته ګرځېدو او د افغانستان ښځو د لومړنیو حقونو د له لاسه ورکولو په اړه اندېښنه لري.
هغه دې ته په اشاره چې د افغانستان نیمايي نفوس ښځې جوړوي، وايي، ښځې اوس هم د خپلو اساسي حقونو د ترلاسه کولو لپاره مقاومت کوي او اوسني چارواکي باید هڅه ونه کړي، د معترضو ښځو پر زنداني کولو خپل اقتدار وښيي.
بلخوا هغه ټینګار کوي چې اوسنی دې حکومت پر هغه څه عمل وکړي چې د دوحې په خبرو کې یې ژمنه کړې او د افغانستان د معترضو ښځو د حرکتونو پر وړاندې خپل عمل سم او محترم کړي، داسې چې د اسلام مبارک دين یې حکم کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې حکومتي مسوولینو تل ویلي چې د ښځو حقونو ته پابند دي او ټولو ته د زده کړو، کار او اسلامي شریعت مطابق د فعالیتونو اجازه ورکول کېږي.
خبریالان او رسنۍ
په افغانستان کې د ازادو خبریالانو ټولنې اجرایي رییس حجت الله مجددي وايي چې د اسلامي امارت واک ته له رسېدو وروسته لومړۍ ورځې د ځاني او وظیفوي خوندیتوب او اطلاعاتو ته د لاس رسي برخه کې خبریالانو ته بدې ورځې وې.
د هغه په خبره، له تحول وروسته ۴۰ سلنه رسنۍ تړل شوې او د رسنیو ۶۰ سلنه نارینه او ۸۰ سلنه ښځینه کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
په ورته وخت کې نوموړی اطلاعاتو ته د لاس رسي په اړه وايي، په لومړیو کې د ویاندویانو د کمښت له امله دغه کار محدود و، خو اوس تر ۴۰ ډېر ویاندویان دي او اطلاعاتو ته لاس رسی اسانه شوی دی.
د مجددي په خبره، په یادو شپږو میاشتو کې د خبریالانو د نیولو ۵۰ پېښې ثبت شوې، خو له نېکه مرغه له تېرې اوونۍ راهیسۍ د خبریالانو نیول بند شوي دي.
هغه وویل، په یاده موده چې د کار پر مهال د هيڅ خبریال د وژنې شاهد نه دي او دا په تېرو شپږو میاشتو کې مثبت لاسته راوړنه ده.
بلخوا کابل کې د «بانو» په نوم راډیو فعالېدل او بدخشان کې د حریر په نوم راډیو فعالېدل یوه مثبت ګام و او ټاکل شوې د ښځې په نوم ټلویزیون هم بېرته فعال شي.
په ورته وخت کې د ده په اند د رسنیو د قانون اجراء کېدل په یاده موده کې بله ښه لاسته راوړنه ده.
روغتیا
د وهاج روغتون رییس ډاکتر محمدهاشم وهاج وايي چې د اوسني حکومت په حاکم کېدو او د امریکا له خوا د افغانستان شتمنۍ تر کنګل کېدو وروسته، یو شمېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي، د میندو او ماشومانو د مړینې کچه ډېره شوې او ۹۸ سلنه د کرونا ځانګړي روغتونونه تړل شوي دي.
وهاج وویل، په یادو شپږو میاشتو کې د خوارځواکۍ پېښې ډېرې شوې او د هېواد د روغتیايي برخې وضعیت مخ په خرابېدو دی.
په ورته وخت کې، نوموړي د نړیوالو سازمانونو پر دوامداره خبرداریو نیوکه وکړه او وویل، دغه ګواښونه ګټور نه دي او دوی باید په عملي ډول د افغانستان له خلکو په ځانګړې توګه د روغتیا له سکتور سره مرسته وکړي.
بل خوا، هغه په روغتونونو کې د درملو د کمښت خبر ورکوي او وايي، د دغه وضعیت دوام کولای شي، د هېواد په روغتیايي سکټور کې، د نورو ستونزو د رامنځته کېدو لامل شي.
هغه وایي، د درملو د نشتوالي، لوی لامل بانکي ستونزې او د هغو شرکتونو د پیسو بندېدل دي چې درمل واردوي.
د ده په باور، له تحول وروسته ښځینه او نارینه ډاکترانو ته د کار اجازه ورکول او دغه سکټور ته د اوسنیو چارواکو درناوی، د ستاینې وړ موارد دي او زیاتوي: ((یوازینی وزارت چې مداخله په کې ونه شوه او پر خپل حال پاتې شو، د روغتیا وزارت دی.))
هغه ټینګار کوي چې د هېواد روغتیايي سکټور کې د رامنځته شوي وضعیت اصلي لامل د افغانستان د پیسو کنګل کېدل دي.
بل خوا نوموړی دا د اوسني حکومت مسوولیت بولي چې د هېواد ټولو وګړو ته روغتیايي مرستې برابرې کړي.
په ورته وخت کې هغه له اوسنیو چارواکو غواړي چې کار اهل کار ته وسپاري او د دغه وزارت اړوندو برخو کې، متخصص کسان پر دندو وګوماري.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر جاوید هژیر وايي، په یاده موده کې توانېدلي چې په لږو امکاناتو سره ټول هېواد کې ۱۷ دولتي روغتونونه فعال وساتي.
په ورته وخت کې هغه زیاتوي چې په تېرو شپږو میاشتو کې ۱.۳ میلیون کسانو ته د کرونا واکسین تطبیق شوي، او تر ۴ میلیون ډېرو کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوې دي.
د هغه په خبره، له نړیوالو تمویلوونکو سره خبرې روانې دي، تر څو د افغانستان د روغتونونو ملاتړ وکړي.
د افغانانو پر رواني وضعیت د جګړې اغېز
ډاکتر عزیزالدین همت د افغانستان د ارواپوهانو ټولنې رییس دی او شاوخوا ۵۰ کاله کېږي چې په دې برخه کې کار کوي.
نوموړی وايي چې افغانستان کې تر ۴۰ کاله ډېره جګړه شوې او دې جګړې د خلکو پر رواني وضعیت منفي اغېز کړی دی.
د ده په خبره: ((له کله راهیسې چې افغانستان کې جګړه پیل شوې، رواني ناروغۍ هم ډېرې شوې دي.))
هغه د جرمني دویچ ویله راپور ته په اشاره وايي چې د افغانستان ۱۵ میلیونه خلک، رواني ستونزې لري، دی زیاتوي چې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر دې څو چنده زیات دی.
هغه هېواد کې د رواني ناروغیو اصلي لامل جګړه او دویم ګام کې بېکاري او بد اقتصادي وضعیت بولي.
د ده په خبره، خلک د «طالبانو» د مخکینۍ دورې د تصویر له امله د تحول په پیل کې ویرېدل، خو د وخت په تېرېدو سره عادي شول.
بل خوا د رواني وضعیت د ښه کېدو او زده کوونکو او محصلینو ته د امید پیداکېدو لپاره باید دویم ګام کې د دوی پر مخ پوهنتونونه او ښوونځي خلاص شي.
په ورته وخت کې، هغه د اوسني حکومت له مسوولینو غواړي چې رواني برخې ته پاملرنه وکړي، ځکه چې د افغانستان ډېری وګړي له دې ستونزو سره مخ دي.
شېرمحمد فارمسي لوستې او د اوسني حکومت تر واکمنېدو مخکې یې درملتون کې کار کاوه، خو د اوسني حکومت تر حاکمیت وروسته د کار نشتوالی له امله یې ازاد کسب انتخاب کړ او خپله کراچۍ کې لیلامي پلوري.
دی وايي، د اسلامي امارت تر راتګ مخکې د جګړو له امله دواړو لوریو کې لسګونه افغان ځوانان وژل کېدل او اوس دغه وضعیت نشته، د هغه په اند دا په تېرو شپږو میاشتو کې تر ټولو ستره لاسته راوړنه ده.
خو د هغه په خبره، هغه څه چې یو شمېر ځوانانو له لاسه ورکړي کسب و کار دی.
هغه له اسلامي امارت غواړي چې د خلکو لپاره کاري زمینه برابره کړي، دغه راز له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي.
د کابل ښار اوسېدونکی پوپل وايي چې د حکومت په تغییر سره ځينې عادي بدلونونه رامنځته شوي دي.
هغه له دې امله چې اوس جګړې نشته او په ازادانه ډول د هېواد هر ولایت ته سفر کولای شي، خوشاله دی، خو له اوسني حکومته غواړي چې د خلکو بد اقتصادي وضعیت ته پاملرنه وکړي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.