د زمري ۲۴مه هغه ورځ ده چې د افغانستان سیاسي نظام په کې بدل شو او د جمهوریت ځای اسلامي امارت ونیو، خو اوس وروسته له بدلونه په افغانستان کې څه بدلونونه راغلي؛ په امنیت، اقتصاد، داخلي او بهرني سیاست کې څه بدلونونه راغلي. نظامي، اقتصادي او د سیاسي مسایلو کارپوهان او د مخکني حکومت مسوولین څه ویل لري او د اوسني حکومت د مسوولینو ځواب هغو ته څه شی دی.