Language

لوګر کې له څه باندې درې زره ښوونکو سره نغدي مرسته وشوه

پل علم (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولايت کې د نجونو او هلکانو د ۳۱۲ دولتي ښوونځیو له ۳۰۳۴ ښوونکو سره نغدي مرسته وشوه.

د لوګر د پوهنې رياست ویاند شاپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا مرسته د ملګرو ملتونو اړوند د ماشومانو د ملاتړ ادارې (يونيسف) له خوا شوې ده.

ده زياته کړه: "هر ښوونکي ته د هغه د بانک اکونټ له لارې د سل ډالرو معادل افغانۍ حواله شوې."

د لوګر د پوهنې ريیس مولوي جنت ګل عزیز له نويسف څخه د يادې مرستې له امله د مننې ترڅنګ له دغه ارګانه وغوښتل چې د ښوونکو د اقتصادي ستونزو هواري لپاره دې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

login or register a new account.