منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۰ غ.م
۱۰°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لوګر کې له څه باندې درې زره ښوونکو سره نغدي مرسته وشوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۷۰ کتنې

پل علم (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولايت کې د نجونو او هلکانو د ۳۱۲ دولتي ښوونځیو له ۳۰۳۴ ښوونکو سره نغدي مرسته وشوه.

د لوګر د پوهنې رياست ویاند شاپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا مرسته د ملګرو ملتونو اړوند د ماشومانو د ملاتړ ادارې (يونيسف) له خوا شوې ده.

ده زياته کړه: "هر ښوونکي ته د هغه د بانک اکونټ له لارې د سل ډالرو معادل افغانۍ حواله شوې."

د لوګر د پوهنې ريیس مولوي جنت ګل عزیز له نويسف څخه د يادې مرستې له امله د مننې ترڅنګ له دغه ارګانه وغوښتل چې د ښوونکو د اقتصادي ستونزو هواري لپاره دې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

يو شمېر ښوونکو هم د حکومت او يونيسف د يادې مرستې هرکلی وکړ.

خو له مرستندويه موسسو یې وغوښتل چې د ښوونکو لپاره کوپون وټاکي.

د کلنګار عالي لېسې ښوونکي رحمت الله پژواک ته وویل چې د ښوونکو اوسني معاشونه د هغوی د ژوند لومړنۍ اړتياوې هم نه شي پوره کولای.

نوموړي زياته کړه چې دولت دې د ښوونکو معاشونه زيات کړي او مرستندويه موسسې دې ښوونکو ته مياشتنی کوپون وټاکي.

د پورک د نجونو لېسې ښوونکې انیسې هم پژواک ته وویل چي دا ډول مرستې دې دوامداره شي.

  . . .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.