ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا له افغانستانه د هنري او لرغونو اثارو پر واردولو بندیز لګولی

امریکا له افغانستانه د هنري او لرغونو اثارو پر واردولو بندیز لګولی

author avatar
23 Feb 2022 - 18:27
امریکا له افغانستانه د هنري او لرغونو اثارو پر واردولو بندیز لګولی
author avatar
23 Feb 2022 - 18:27

کابل (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۰): د امریکا متحده ایالتونو له افغانستانه د یو شمېر هنري او لرغونو اثارو پر واردولو د څلورو کلونو لپاره بندیز لګولی.

ځینو رسنیو راپور ورکړی، چې دا بندیز تېره ورځ لګول شوی دی.

یو راپور ښيي چې دغه بندیز د روان کال د فبرورۍ له اته لسمې د ۲۰۲۶ میلادي کال د اپرېل تر اته ویشتمې د اجرا وړ دی.

د راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا بندیز یې د فرهنګي توکو د اجارې قانون (CPIA) له مخې د لرغونو اثارو د قاچاق د مخنیوي په موخه لګولی دی.

په راپورونو کې په دې اړه جزییات نه دي خپاره شوي.

د افغانستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د ملي موزیم یوه اندازه اثار د اویایمې لسیزې د کورنیو جګړو پر مهال چور او یا زیانمن  شول، ځینې یې بهر ته لیږدول شوي او ځینې یې هم په کور د ننه ساتل شوي و.

په تېرو دوو لسیزو کې بهر ته د لېږدول شویو اثارو ځینې بېرته افغانستان ته وسپارل شول.

Views: 24

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.