کابل (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۰): نیویارک ټایمز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو په حواله پرون راپور ورکړی چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د بودجې نشتوالي او پر رسمیت نه پېژندل شوي حکومت نه ملاتړ له امله تړل کېږي.
د دغه راپور له مخې، د امریکا په ملاتړ د مخکني حکومت له خوا ټاکل شوي افغان ډيپلوماتان، ۳۰ ورځې وخت لري چې په امریکا کې د پاتې کېدو لپاره د استوګنې د اجازې یا بشري ویزې غوښتنلیک وړاندې کړي.
د نیویارک ټایمز په وینا، هغه افغان ډېپلوماتان چې د افغانستان د مخکني حکومت له خوا هلته ګومارل شوي وو او افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې له ګواښ سره مخ وي، کولای شي په امریکا کې د اوسېدو لپاره پاتې شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوو چارواکو هم ویلي چې د افغانستان په سفارت او اړوندو دفترونو کې د ۱۰۰ کارکوونکو له ډلې شاوخوا ۲۵ ډیپلوماټانو تر اوسه د اقامت غوښتنه نه ده کړې.
په ورته مهال، امریکايي چارواکو ویلي چې دغه ډېپلوماتان افغانستان ته نه ستنول کېږي؛ خو دا څرګنده نه ده چې دوی به چېرته لاړ شي.
د راپور له مخې، دغو افغان ډیپلوماټانو ته د تېر کال له اکټوبر میاشتې راهیسې معاش نه دی ورکړل شوی او له سپما کړو او د پور اخیستلو له پیسو خپل ژوند پر مخ بیایي.
د يادونې ده، د روان کال د زمري په ۲۴مه د مخکني نظام له پرځېدو وروسته، د امريکا سيټي بانک د دغه هېواد له بنديزونو د سرغړونې د مخنيوي په موخه د افغانستان د سفارت بانکي حسابونه تړلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د افغانستان سرپرست حکومت د نړیوالې ټولنې له خوا پر رسمیت نه دی پېژندل شوی.
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن