ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نن د تېرې اوونۍ په نسبت د افغانۍ ارزښت د ډالر پر وړاندې ۴ سلنه لوړ شوی

نن د تېرې اوونۍ په نسبت د افغانۍ ارزښت د ډالر پر وړاندې ۴ سلنه لوړ شوی

author avatar
12 Mar 2022 - 15:17
نن د تېرې اوونۍ په نسبت د افغانۍ ارزښت د ډالر پر وړاندې ۴ سلنه لوړ شوی
author avatar
12 Mar 2022 - 15:17

کابل (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۰): د تېرې شنبې په نبست نن داسې مهال د نفتي توکو بیه ۸ سلنه لوړه شوې او د خوراکي توکو بیې له ۳ سلنې ډېرې لوېدلې چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت څه باندې ۴ سلنه لوېدلی دی.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژاس ته وویل چې د تېرې شنبې په نسبت نن د یو لېتر پټرولو بیه له ۷۴ څخه ۸۲ او د یو لېتر ډېزلو بیه له ۷۹ څخه ۸۸ افغانیو ته لوړه شوې ده.

خو د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې د ګاز یو پلورونکی محمد شریق وایي چې د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن د یو کیلو ګاز بیه له ۸۲ څخه ۸۴ افغانیو ته لوړه شوې ده.

یادو سرچینو وویل چې پر اوکراین د روسیې له یرغل سره په نړیوالو بازارونو کې د نفتي توکو بیې د بدلون په حال کې دي.

د خوراکي توکو بیې

په کابل ښار کې د خوراکي توکو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن په عمده ډول د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړیو بیه ځکه له ۲۷۰۰ نه ۲۸۰۰ افغانیو ته پورته شوې ده چې په نړیوالو بازارونو کې یې په بیه کې لوړوالی راغلی دی.

خو دی وایي چې د تېر شنبې په نسبت نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۲۱۵۰ څخه ۲۱۰۰ افغانیو، د ۲۴،۵ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه له ۲۵۰۰ څخه ۲۴۵۰ افغانیو او د ۴۹ کیلوګرام هندي بورې بیه له ۳۰۰۰ څخه ۲۸۰۰ افغانیو ته لوېدلې ده.

د سرچینې په وینا، نن هم لکه تېره شنبې په عمده ډول د یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای بیه ۳۵۰ افغانۍ او د یو کیلوګرام افریقایي تور چای بیه ۴۰۰ افغانۍ ده.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د دغو توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي وویل چې نن په پرچون ډول ړ ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۲۱۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۲۹۰۰ افغانۍ،  ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۲۸۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د روسي سرو زرو بیه راټیټه شوې ده.

د کابل ښار مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو یوه پلورونکي محمد جاوېد وویل چې نن هم لکه تېره شنبې یو ګرام  ٧٥٠ عیار عربي  سر زر په ۴۵۵۰ افغانيو پلوري.

خو هغه څرګنده کړه چې د تېرې شنبې په پرتله نن د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۶۰۰  څخه ۳۵۰۰ افغانیو ته لوېدلې ده.

د هغه په وینا، په کابل ښار کې د سرو زور بیو بدلون په نړیوالو بازارونو کې د هغو د بیې له بدلون سره تړاو لري.

اسعار

د تېرې اوونۍ په پرتله نن په کابل ښار کې د افغانۍ پر وړاندې د امریکایي ډالر ارزښت څه باندې ۴،۴ سلنه راټیټ شوی دی.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافي مالک حاجي حسین وویل چې نن یو امریکایي ډالر په ۸۵،۲۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۰۰ افغانۍ تبادله کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د کب په ۱۴مه نېټه یو امریکايي ډالر په ۸۹ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۰۰  افغانۍ بدلېدې.

Views: 55

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.