ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسلامي کنفرانس: د افغانستان اوسني حکومت د نجونو د تعلیم په اړه ژمنې کړې وې

اسلامي کنفرانس: د افغانستان اوسني حکومت د نجونو د تعلیم په اړه ژمنې کړې وې

author avatar
24 Mar 2022 - 00:17
اسلامي کنفرانس: د افغانستان اوسني حکومت د نجونو د تعلیم په اړه ژمنې کړې وې
author avatar
24 Mar 2022 - 00:17

کابل (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۱) :  افغانستان لپاره داسلامي هیوادونو همکاریو دسازمان (اسلامي کنفرانس) ځانګړي استازي طارق علي بخیت ویلي چې د ښځو حقوق او د نجونو تعلیم هغه موضوع ګانې د افغانستان اوسني سرپرست حکومت یې په اړه ژمنې کړې وې.

نوموړي دغه څرګندونې  دیاد سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې ددویمې ورځې ناستې ته کړې چې نن د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې پای ته رسیدلې ده.

هغه ویلي چې د ښځو حقوق او د نجونو تعلیم هغه موضوع ګانې د افغانستان اوسني سرپرست حکومت یې په اړه ژمنې کړې وې.

طارق علي ویلي، د  افغانانو د روښانه راتلونکي په موخه به دغه سازمان د افغانستان له سرپرست حکومت سره خپلو اړیکو ته ادامه ورکوي.

د یو خبل خبر له مخې د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان ځانګړي استازي په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو له استازي سره هم د افغانستان په تړاو پر ګډو همکاریو خبرې کړې دي.

دغه راز نوموړي په اسلام اباد کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له هغه پلاوي سره هم لیدلي چې په یاده غونډه کې د ګډون لپاره اسلام  اباد ته تللی دي.

د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه نن په اسلام اباد کې دیوې قطعنامې خپرولو سره پای ته ورسیده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.